دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان د ګڼو ګواښونو سره مخ دی

پاکستان د ګڼو ګواښونو سره مخ دی

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په یوه مطلب کې راغلي چې پاکستان په یوه وخت له درېیو ستونزو سره مخ دی. د ورځپاڼې په خبره، په کور د ننه سیاسي جنجالونه، د ترهګرو د پاللو له امله د امریکا فشارونه او د کشمير د مسئلې له امله د هندوستان ګواښونه هغه څه دي چې پاکستان یې نارامه کړی دی. په مطلب کې راغلي، چې هندي چارواکو د پاکستان پر اټومي تاسیساتو د برید او همدا راز ددغو وسلو د له منځه وړلو خبرداری هم ورکړی دی. ورځپاڼه زیاتوي، پاکستان ته په کار ده، چې د خپلې ستونزې د دایمي حل لپاره لاس په کار شي او هسې نه یوه ورځ په سیمه کې شته خنډونه نور هم ورته لوی شي. په مطلب کې راغلي چې پاکستان باید له امریکا سره خپلې اړیکې سمې کړي او ددغه هېواد په مقابل کې نرمښت وښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: