جمعه , سپتمبر 25 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان ستره محکمې په دغه هېواد کې د شریعت خواست رد کړی دی

پاکستان ستره محکمې په دغه هېواد کې د شریعت خواست رد کړی دی

د پاکستان تر ټولو لوې عدالت سپریم کورټ په هېواد کې د شریعت پرځای کولو دپاره د اسلام آباد د لال مسجد ملا مولانا عبدالعزیز خواست رد کړو.

د انگریزۍ ژبې ورځپاڼه ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه د گل، دوشنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې وايي د مولانا عبدالعزیز خواست د سپریم کورټ مشر جج میا ثاقب نثار رد کړو او وې ویل چې دغه خواست په عدالت کې د اورونې وړ نه دی.

رپورټ وايي مولانا عبدالعزیز په کال ٢٠١٥ م کې عدالت ته خواست کړی و چې د پاکستان د ترهگرۍ، اقتصادي بدحالۍ، قامي سلامتیا او په ټولنه کې د انتشار په رنگ مسلې د شریعت پرځای کولو دلارې حل کیدی شي. په خواست کې صدر، مرکزي حکومت، د قامي اسمبلۍ سپیکر، د څلورو واړو صوبو د گورنرانو تر څنگ یو شمیر نور حکومتي چارواکي فریقین ټاکل شوي وو.

د ورځپاڼې ترمخه، سپریم کورټ ته د مولانا عبدالعزیز په خواست کې دا هم ویل شوي وو چې پاکستان د یوې نظریي په بنیاد قایم کړی شوی او دا چې د مطبوعاتو د لارې هیواد ته هندوستاني او مغربي رنگ ورکول کیږي او ځوان هڅول کیږي چې د د گډا، سندرو او د اداکارۍ پیشې اخیتار کړي.

مولانا عبدالعزیز او د هغه کشر ورور عبدالرشید د اسلام آباد د لال مسجد منتظمین وو. دواړه د طالبانو او د القاعده پلویان و.

لال مسجد او ددې سره تړلې جامعه حفصه په اسلام آباد کې شریعت د نفاذ په حق کې او د موسیقۍ او د ځیني چینايي کاروبارونو خلاف گامونه پیل کړې وو پرې تورې یې لگولی و چې غیر شرعي کارونه کوي.

په کال ٢٠٠٧ م کې د هغه وخت صدر او پوځي مشر پرویز مشرف د لال مسجد خلاف پوځي اپریشن حکم ورکړو. حکومتي مامورینو په هغه وخت کې ویل چې په جومات او په د ښځو مدرسه جامعه حفصه کې وسله والو پناه اخیستې ده.

په اپریشن کې عبدالرشید تر څنگ یو شمیر کسان ووژل شو او مولانا عبدالعزیز په داسې حال کې ونیول شو چې په برقعه یې اغوستي وه.

په شام او عراق کې د داعش د راپورته کیدو ورسته په یوټېوب یو وډیو خپور شو. په وډیو کې جینکو چې ځانونه ته یې د جامعه حفصه طالب علمانې معارفي کول، د داعش مشر ابوبکر البغدادي د حمایت اعلان یې وکړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: