پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان سره دوه لاري دې یابه ډالر خوښوي یا به اسلام پال په وطن کې پریدي

پاکستان سره دوه لاري دې یابه ډالر خوښوي یا به اسلام پال په وطن کې پریدي

د پاکستان او امریکا اړیکې یو داسې پړاو ته داخلې شویدي چې ښایي پاکستان د امریکا او د حقاني شبکې او د ترهگرو ترمنځ د یو انتخاب وکړي.

امریکا پاکستان ته شرط ایښی دی چې د حقاني شبکې او نورو وسله والو ډلو په ضد داسې اقدامات وکړي چې امریکا مطمینه شي او هغه امنیتي مرستې چې ځنډولي یې دي، بیا خلاصې شي.

په پاکستان کې د سیاسي او د مذهبي ډلو مشرانو د امریکا تورونو او غوښتنو ته سخت ځواب ویلي او حتی د بهرنو چارو وزیر خواجه اصف ویلي دي چې امریکا یې نور متحد هېواد ندی.

د امریکا د سولې لپاره په مرکز کې د اسیايي چاروکارپوه معید یوسف امریکا غږ ته وویل “امریکا او پاکستان اوس هم په ډیرو برخو کې د یو بل سره همکاري کوي. داسې نه ده چې هغوي بیخي د یو بل سره همکاري نه کوي. د پاکستان او امریکا په اړیکې مدام داسې پیچلي وي.”

امریکا پاکستان ته د تیرو دوو لسیزو نه خپل مهم متحد وایي او د افغانستان په جگړې کې پرې تر ډیره حده اتکا کوي، خو په وروستیو کې یعني د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دورې کې یې په پاکستان لدې کبله نیوکې کړي دي چې دوه مخې لوبه ورسره کوي او ترهگر پالي.

د ٢٠١٨ کال په لومړنۍ ورځ ولسمشر ټرمپ ټویټ وکړ چې پاکستان ته یې ٣٣ ملیارده ډالرې ورکړیدي، پاکستان هغوي ته دروغ ویلي او تیرایستي یې دي. د دغه ټویټ نه دوه ورځې وروسته امریکا پاکستان ته د امنیتي مرستو د ځنډولو اعلان وکړ.

ډینیل مارکي په جان هاپکنگز پوهنتون کې د سیاسي چارو کارپوه دی. هغه د پاکستان او امریکا په لانجمنو اړیکو یو کتاب (( د پاکستان نه د وتلو لار نشته) لیکلې. ښاغلی مارکي وایي چې دا لمړنې ځل ندی چې د امریکا اړېکې د پاکستان سره تر دې حده خرابې شویدي. هغه زیاتوي “د پاکستان خلک گیله کوي چې امریکا مدام د پاکستان نه د استفادې نه وروسته پاکستان یواځې پریږدي، خو زما په فکر د دې شاته عوامل موجود وي چې امریکا ولي د پاکستان نه ناراضه شي. د پاکستان او امریکا گټې د یو بل سره په ټکر کې دي، دا وجه ده چې دواړه ملکونه د یو بل سره هغه هومره همکاري نشي کولي څنگه چې دوي توقع لري.”

تراوسه پورې د پاکستان پوځ چې د دغه ملک د حکومت نه زیات قدرتمن گڼل کیږي، څرگنده خبره نده کړي چې ایا غواړي د حقاني شبکې او د نورو ترهگرو ډلو په ضد اقدامات وکړي او که خپله هغه ادعا بیا تکراروي چې وایي پاکستان ترهگرو ته پناهځایونه نه ورکوي.

معید یوسف وایي چې د پاکستان او امریکا دواړو ملکونو سلوک به حالات نور خراب کړي “زه دا فکر کوم چې په راتلونکي کې به دا نوره هم مشکله شيپاکستان د هند او د پاکستاني طالبانو خبره کوي او امریکا د حقاني شبکې خبره کوي. . دواړو ملکونو ته پکار ده چې په یو بل د تورونو لگولو پر ځای خبرې وکړي او یو بل ته دا څرگند ووایي چې د څه تمه لري. دا ممکنه نه ده چې دواړه خواوې د یو بل سره سل په سلو کې موافقه ولري خو باید داسې لارې چاروې ولټوي چې د یو بل سره همکاري وشي.”

په پاکستان کې د افغان مهاجرینو په مسله سیاست

د دسمبر په اخیره اونۍ کې د پاکستان د سرحدي چارو وزیر قادر بلوچ پارلمان ته په وینا کې ویلي و چې هغه افغان مهاجر چې د دسمبر د اخیرۍ ورځې پورې په پاکستان کې د اوسیدو اجازه لري، هغوي ته به د ٦ نورو میاشتو د پاتې کیدو کارټونه ورکړي. خو د هغې نه وروسته چې امریکا پاکستان ته د امنیتي مرستو د ځنډولو اعلان وکړ، پاکستان وویل چې افغان مهاجر دې په یوه میاشت کې بیرته وطن ته ستانه شي.

معید یوسف وایي چې دا د خپگان خبره ده چې کله هم د پاکستان د امریکا او یا افغانستان سره اړیکې خرابیږي نو زور یې د افغان مهاجرینو نه ووځي. هغه زیاتوي “د مهاجرینو مسله ، داسې مسله ده چې پاکستان ترینه مدام استفاده کوي. اوس د نړۍ په مختلفو ملکونو کې د مثال په توگه په اروپا کې د مهاجرینو په ضد چې کوم ډول احساسات راپاریدلي دي نو پاکستان هم هغه شان خبرې کوي. په پاکستان کې افغان مهاجر د ډیرو کلونو راهېسې میشت دي او په داسې وختونو کې د ټولو نه زیات ضرر به افغان مهاجرینو ته رسیږي.”

ډینیل مارکي وایي چې پاکستان د مهاجرینو مسله د ډیرو کلونو راهیسې استعمالوي. هغه وویل “پاکستان چې دا فېصله کړي چې افغان مهاجرینو ته د یوې میاشتې مهلت ورکړي چې بیرته افغانستان ته لاړ شي نو دا به په خپله د پاکستان لپاره هم مسلې جوړې کړي.”

د پاکستان او امریکا اړیکې د تیرو څو کلونو په مودې کې د ترټولو زیاتې خرابې شویدي. پاکستان وایي چې د امریکا سره یې دفاعي او استخباراتي همکارۍ ځنډولي دي. امریکا وایي چې تراوسه پورې پاکستان په رسمي توگه همکارۍ ندي ځنډولي.

د چارو کارپوهان وایي چې ولسمشر ټرمپ به کوښښ وکړي چې د پاکستان او امریکا اړېکې تر هغه حده خرابې نشي چې پاکستان د ناټو د اکمالاتو لار وتړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *