جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان سفیر: پاکستان پر وسله والو طالبانو په محدوده کچه نفوذ لري.

پاکستان سفیر: پاکستان پر وسله والو طالبانو په محدوده کچه نفوذ لري.

په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان وایي، چې وسله وال طالبان د سیمې په کچه له ځینو هېوادونو سره ښې اړیکې لري. نوموړي له ډیپلوماټ مجلې سره د مرکې پر مهال ویلي، چې پاکستان پر وسله والو طالبانو په محدوده کچه نفوذ لري. نصرالله خان زیاته کړې، چې هیڅوک باید له پاکستانه دا تمه ونه لري، چې پاکستان وسله وال طالبان سولې ته هڅولی شي. هغه وویل، چې د سیمې په کچه وسله وال طالبان د پاکستان سربېره له نورو هېوادونو سره هم ښې اړیکې لري. د پاکستان سفیر په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل خو افغان او امریکایي چارواکي تل وایي، چې وسله وال طالبان د پاکستان تر څنګ له روسیې او ایران څخه هم مرستې تر لاسه کوي. پر فراه ښار د وسله والو طالبانو د وروستي برید په غبرګون کې د هېواد دفاع وزیر دغه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي و، چې پر فراه د طالبانو وروستی برید او جنګ د اوبو مدیریت له ستونزو سره تړاو لري. د پنټاګون ویاندې دانا وایټ بیا تر دې وړادې ویلي و، چې هیڅوک نشي کولای دا موضوع رد کړي، چې ایران د سیمې په کچه لاسوهنې کوي. وایټ ویلي وو، چې ایران په منځني ختېځ کې د ناامنیو ستر لامل ګڼل کېږي او له همدې امله څوک نه شي کولی په افغانستان کې د ایران لاسوهنې رد کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: