دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان طالبان د یوې سیاسي ډلې په توګه یاد کړي دي

پاکستان طالبان د یوې سیاسي ډلې په توګه یاد کړي دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف ویلي طالبان یوه سیاسي ډله ده او باید د سولې خبرې ورسره وشي. نوموړي پرون په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان د ستونزې د حل یوازینۍ لار دسولې خبرې دي او په دې برخه کې یې د افغان حکومت له طرحې ملاتړ کړی دی. خواجه آصف ویلي پاکستان د سولې لپاره د افغان حکومت له طرحې ملاتړ کوي او د سولې په برخه کې مرستو ته تیار دی. نوموړي همدا راز د ډونالډ ټرمپ پر تګلاره هم نیوکه کړې ده او وایي، ټرمپ ته نه ده په کار چې پاکستان په افغانستان کې د روان وضعیت مسوول وبولي. دده په وینا پاکستان له ترهګرۍ سره مبارزه کې رښتینی دی او لاس ته راوړنې هم لري. خواجه آصف دا هم ویلي چې پاکستان خپل بهرنی سیاست د خپلو ګټو پر محور جوړ کړی دی او هېڅ وخت به خپلې ګټې د امریکا د ګټو قرباني نه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *