یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان عسکرو د افغان ځواکونو استوګنځې لاندي کړي دي

پاکستان عسکرو د افغان ځواکونو استوګنځې لاندي کړي دي

د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې پاکستاني ځواکونه له ډیورنډ فرضي کرښې را اوښتي دي. د پکتیا د ولایتي شورا غړي تاج محمد منګل له سپوږمۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې پاکستاني پوځيان په ډنډ پټان ولسوالۍ کې په هغو پوځي تاسیساتو کې ځای پر ځای شوي، چې افغان ځواکونه پکې اوسېدل. دده په خبره دغه ستونزه یې له ولایت مقام سره هم شریکه کړې خو دوی د عملیاتو ژمنه کړې ده او تر دې دمه یې دغه عملیات نه دي پيل کړي. منګل وویل پاکستاني ځواکونو له یوې میاشتې راهیسې په ډیورنډ فرضي کرښه تحرکات پیل کړي وو او پرون شپه له صفري نقطې را وښتي دي او د افغان پوځيانو په تاسیساتو کې ځای پر ځای شوي دي. د ولایتي شورا یاد غړي وویل، چې که په دغه سیمه کې پراخ عملیات و نه شي او یادې سیمې بېرته د افغان ځواکونو لاس ته و نه لوېږي نو له دې سیمې د پکتیا ډېری ولسوالۍ نا امنه کېدلی شي. هڅه مو وکړه په دې اړه د پکتیا د ولایتي چارواکو نظر هم واخلو خو بریالي نه شوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: