شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان غواړي ترهګر د ځپلو په ځای افغانستان ته ولېګي

پاکستان غواړي ترهګر د ځپلو په ځای افغانستان ته ولېګي

 

پاکستان وايي، غواړي حقاني شبکه او طالبان بېرته افغانستان ته لاړ شي. په امریکا کې د پاکستان سفیر له بي بي سي سره په خبرو کې په خپل هېواد کې د ترهګرو د موجودیت په اړه متضادې څرګندونې کړې دي. نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې ترهګر ددوی په خاوره کې نشته دي، خو وروسته یې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دوی غواړي چې حقاني شبکه او طالبان بېرته افغانستان ته ستانه شي. اعزاز احمد چودرې په خپله مرکه کې ویلي، چې ترهګرې ډلې ددوی په خاوره کې نشته او که امریکا په دې اړه اسناد لري ورسره شریک یې دې کړي. بیا یې د خپلو خبرو پر دوام یې ویلي، موږ نه غواړو، چې حقاني شبکه او طالبان په پاکستان کې وي. دده په وینا دوی ترې غواړي چې افغانستان ته دې ولاړ شي. د سفیر په خبره دغه وسله وال دې له پاکستان ووځي او له افغان حکومت سره دې په سیاسي بهیر کې شامل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: