پاکستان غواړي له افغانستان سره په اړیکو کې ښه والی راولي او بې باورۍ له منځه یوسي. د پاکستان ددفاع وزیر خرم دستګیر ددغه هېواد پارلمان ته د وینا پر مهال ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې ګڼې ستونزې موجودې دي چې باید له منځه یوړل شي. دده په وینا دلته د بې باورۍ یوه فضا رامنځ ته شوې ده چې هغه له منځه وړلو ته اړتیا لري او پاکستان غواړي د افغانستان په همکارۍ په دوه اړخیزو اړیکو کې ښه والی راولي. تر هغه مخکې د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار ناصر خان جنجوعه هم ویلي، دوی به پوره هڅه وکړي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې سمې شي او د اړیکو د سمولو لپاره یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي له هڅو هم مننه کړې ده. د جنجوعه په خبره که د افغانستان او پاکستان اړیکې سمې شي په سیمه کې د ډيرو ناکراریو مخه نیول کېدلی شي. پاکستان هغه هېواد دی، چې په افغانستان کې د جګړو په ملاتړ تورن دی او له همدې امله امریکا پر دغه هېواد د فشارونو خبره کوي.
