پاکستان غواړي له افغانستان ٢٠ زره ټنه مالوچ یا پنبه وارده کړي او د خپلې نساجۍ سکتور د خامو موادو کمبود پرې پوره کړي. په دې ورستیو کلونو کې په پاکستان کې د مالوچو او پنبې محصول د اوبو د کمښت په وجه راټیټ شوی او دغه کموالي د هغه هېواد د نساجۍ پر سکتور منفي اغېز کړی دی. پاکستاني چارواکي غواړي ٢٠ زره ټنه مالوچ چې د افغانستان په جنوبي سیمو کې ذخیره شوي واخلي، تر روغتیایي ارزونې وروسته دغه کرنیز محصول په کانټینرونو کې مهر لاک او پاکستان ته انتقال کړي. پاکستان د اټکل له مخې هر کال د نساجي سکتور لپاره ۱۵ میلیون بنډل مالوچو ته اړتیا لري خو په دې هیواد کې له ١٩٩٠ لسیزې راپدیخوا له ۱۰ تر ۱۲ میلیونه بستې مالوچ تولید شوي دي.
