شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان كې روزل شوى يو طالب وسله وال ونيول شو

پاکستان كې روزل شوى يو طالب وسله وال ونيول شو

ننګرهار ولايتي چارواكي د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې د مولوي خالص فاميليو سيمه کې د حبيب جان په نوم په پاکستان كې د روزل شوي وسله وال طالب د نيولو خبر وركوي، چې په ګڼو تخريبي کړنو کې يې لاس درلود.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو پر بنسټ، نوموړی د لوګر د ازرې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، خو دا مهال يې كورنۍ د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې ژوند کوي.
حبيب جان وايي، د طالب قوماندان قاري داود تر مشرۍ لاندې يې پخوا په لوګر او اوس په ننګرهار کې فعاليت کاوه.
د هغه په وينا، وسلې او مهمات ورته پاکستان ورکول او د دې هېواد په خوښه او لارښوونه به يې تخريبي کړنې ترسره کولې.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *