جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان هم ترهګر لیږي او هم د سولې هېله ښکاره کوي

پاکستان هم ترهګر لیږي او هم د سولې هېله ښکاره کوي

د پاکستان د ولسي جرګې مشر سردار اياز صدیق وايي افغانستان د پاکستان ګاونډی هېواد دی او سوله ییز افغانستان زموږ او ټولې سیمې په ګټه دی. هغه وویل پاکستان غواړي د متحده ایالاتو او همداراز له ګاونډیو هیوادونو سره د دوه اړخیز درناوي او مساوات پر بنسټ ښې اړیکې ولري. ایاز دا خبرې د پاکستان لپاره د آلمان له سفیر او د یاد هېواد د امنیتي پالیسۍ د فدرالي اکاډمۍ له لوړپوړو چارواکو سره د کتنې پر مهال کړې دي. نوموړي دغه راز د پاکستان او آلمان تر منځ د پیاوړو او اوږدمهالو پارلماني او اقتصادي اړیکو پر لا پیاوړتیا او پراختیا هم ټینګار کړی دی. ایاز ټینګار وکړ چې پاکستان د سیمې د ثبات او اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې دوامداره هڅو کې مرستو ته چمتو دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: