دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان هم ورانکاري لیږي او هم د افغانستان دامن اوثبات غوښتونکي دي

پاکستان هم ورانکاري لیږي او هم د افغانستان دامن اوثبات غوښتونکي دي

 د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر ددغه هېواد استازو ته د خبرو پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې د امن او ثبات غوښتونکي دي. دده په وینا پاکستان د افغانستان بشپړې خپلواکۍ، حکومت او ارضي تمامیت ته احترام لري او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی. خرم دستګیر ویلي، چې هېواد یې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتینی دی او په همدې لاره کې یې د پاکستان په شمال کې د ترهګرو د ځپلو پر مهال ډېر تلفات لیدلي دي. نوموړي زیاته کړې امریکا په ۱۶ کلنه جګړه کې په دې بریالۍ نه شوه، چې په افغانستان کې خپلې موخې تر لاسه کړي او اوس هڅه کوي د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان واچوي. هغه ویلي پاکستان لا هم له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. خرم دستګیر داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلاوي افغانستان ته په خپل سفر کې د یاد هېواد په اړه خبرې کړې دي. افغان لوري له دوی غوښتي چې پر پاکستان فشارونه ډېر شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: