یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان هند سره ترهګرۍ د ختمولو په اړه خبرې کول غواړي

پاکستان هند سره ترهګرۍ د ختمولو په اړه خبرې کول غواړي

دپاکستان وزیراعظم عمران خان د خپل رقیب ګاونډي هیواد هندوستان وزیراعظم ته په یو استول شوي لیک کې ویلي پاکستان اماده دی چې هند سره د ترهګرۍ په اړوندخبرې اترې وکړي.

خو هند وایي تر څو چې دپولې پورې غاړې (پاکستان) نه هندته د ترهګرو د وراوختو مخه نه وي نیول شوي په نزدېراتلونکي کې دپاکستان سره د دوه اړخیزه خبرو پيل کولوهیڅ امکان نشته.

دخبرو پیل کولو په اړوند دغه لیک عمران خان د نریندر موديدهغه لیک په ځواب کې استولی چې دهند وزیراعظم عمرانخان ته دحکومت سمبالولو د مبارکۍ دپاره لیږلی ؤ.

سفارتي سرچینې وایي دپاکستان وزیراعظم پخپل لیک کې ددواړو هیوادونو ترمینځ زر تر زره د رسمي خبرو اترو په پیلکولو ټینګار کړی اؤ ویلي یې دي د دواړو هیوادونو د بهرنیوچارو وزیران باید دخبرو لړۍ پیل کړي اؤ دملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ دغونډې پر مهال دې خپلو کې سره لیدنه هموکړي.

ټائمز اف انډیا ورځپاڼې لیکلي چې عمران خان پخپل لیک کېدهند صدراعظم ته دا هم لیکلي چې پاکستان اؤ‌هند ته بهدکشمیر په ګډون د ټولو ستونزو هواری راویستل وي.

د هند او امريکا ترڅنګ افغانستان هم د اوږدې مودې نه په پاکستان تورونه لګوي چې په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي او د دغه ځايه په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان دغه تورونه هم ردوي.

دپاکستان اؤ هند تر مینځ د کشمیر پسر د زمانو راهسې شخړهراروانه ده اؤ دواړو هیوادونو څو کرته خپلو کې جنګونه همکړي دي خو په ۲۵م جولایي ټولټاکنو کې دبریالیتوب ترلاسهکولو وروسته عمران خان پخپله وینا کې ویلي وؤ چې د اړیکوښو کولو دپاره که هند یو ګام اخلي نو پاکستان به دوه ګامهور وړاندې کیږي

تیره اوونۍ د هند د دفاع وزیرې نرملا سيتارمن ټائمز اف انډياسره په یوه مرکه کې ويلي وؤ که عمران خان د هند سره خبرې د نوي سره کول غواړي نو د ترهګرو پرضد به عمليات کوي، او د پاکستان د نوي حکومت د راتګ سره هم په پوله د اوربند سرغړونه کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *