اسلام اباد وايي پاکستانی او افغان حکومت به د خپلو وګړو د ښې راتلونکې لپاره د ستونزو د حل هڅه وکړي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدي ویلي پاکستان تل د افغانستان سوله او ثبات غوښتی دی او په دې برخه کې د لا همکاریو ژمنه کوي. دده په وینا ددواړو هېوادونو حکومتونه به هڅه وکړي څو پخپلو کې سره کینې او د ستونزو په حل کېدو سره د خپلو وګړو لپاره د ښه ژوند کولو فرصت برابر کړي. دده په وینا افغانستان او پاکستان تاریخي او ارزښتناکې اړیکې لري او باید روان وضعیت بدل کړل شي. پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې وړمه ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پاکستان وعده خلافی هېواد وباله. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي وویل، ۹میاشتې کېږي چې د ستونزو د حل په موخه عمل پلان بشپړ شوی دی، خو پاکستان لا هم عمل نه دی ورباندې کړی او د تېر په څېر ژمنې ماتوي.
