سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان هڅه کوي چې د ترهګرو د خړ لېست نه ځان اوباسي

پاکستان هڅه کوي چې د ترهګرو د خړ لېست نه ځان اوباسي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان ګڼو بانکونو او په مالي برخو کې فعالو ادارو هڅه پيل کړې چې د ترهګرو د ملاتړ له خړ لېست ددغه هېواد نوم وباسي. پاکستان څه موده وړاندې د ترهګرو د مالي ملاتړ، تورو پیسو د مینځلو او نورو ورته مواردو له امله د ترهګرو د ملاتړو په خړ یا ګرې لېست کې شامل کړل شو. ددغه پرېکړې له مخې له پاکستان سره په ډېری مالي معاملاتو کې احتیاط کېږي او همدا راز پر دغه هېواد به د نړیوالو مالي ادارو څار زیاتېږي. که پاکستان و نه کړی شي چې په دغه څارنه او پلټنه کې بریالی راووځي نو پر وړاندې به یې لا ډېر اقدامات ترسره کېږي. اوس د پاکستان حکومت ویلي چې دوی د ترهګرو ملاتړ نه کوي او دې ته تیار دي چې په دې برخه کې نړیوالو ته حساب کتاب ورکړي. دغه هېواد په دې وروستیو کې له سخت مالي بحران سره مخ دی او هڅه کوي د پیسو له نړیوال صندوق پور واخلي. دغه صندوق هم له دې امله یاد هېواد ته ستونزه جوړوي چې تر دې دمه د ترهګرو د ملاتړو له خړ لېست نه دی وتلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: