سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان وايي افغانستان ته مو ۲۷وسلوال ترهګر سپارلې دي

پاکستان وايي افغانستان ته مو ۲۷وسلوال ترهګر سپارلې دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي اسلام اباد تېر کال افغان حکومت ته د افغانستان د طالبانو د تحریک او حقاني شبکې ۲۷ مشکوک غړي سپارلي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل ویلي، چې پاکستان دا کسان د افغانستان حکومت ته د ۲۰۱۷ کال د نوومبر په میاشت کې وسپارل. نوموړي زیاته کړې پاکستان به هر هغه مشکوک کس نیسي چې د پاکستان له خاورې په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو هڅه کوي. دا کسان د تېر کال په نوومبر کې کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه له سفره څو اوونۍ وروسته وسپارل شول خو د هغوی د سپارل کېدو موضوع تراوسه پورې پټه ساتل شوې وه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په ورته وخت کې ادعا کړې چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې د پاکستان ۶۰۰۰ پوځیان وژل شوي او د ۱۲۳ ملیارد ډالرو معادل اقتصادي زیان یې زغملی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *