یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان وايي د پاکستاني طالبانو يو ترهګر يې د ټولو ثبوتونو سره د افغانستان سفارت خانې ته سپارلی.

پاکستان وايي د پاکستاني طالبانو يو ترهګر يې د ټولو ثبوتونو سره د افغانستان سفارت خانې ته سپارلی.

پاکستان وایي سوات کې دپاکستاني پوځ په یوه قطعه شوي برید کې ککړ دپاکستاني طالبانو دتحریک اړوند ترهګر یې اسلام اباد کې دافغانستان سفارتخانې ته د ټولو ثبوتونو سره سپارلی دی
افغان حکومت ته د طالب ترهګر د سپارلو دا دعوه په داسې مهال شوې چې سویلي اؤ مینځنۍ ایشیاء دپاره دامریکا دبهرنیو چارو مرستیاله وزیره ایلس ویلز اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو سره افغانستان کې دامن دټینګښت په خبرو بوخته ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي افغانستان ته دسپارل شوي ترهګر په اړوند پاکستان داسې ثبوتونه په لاس کې لرل چې د هغه افغانستان کې دپاکستاني طالبانو اؤ جماعت الاحرار ځالو ته تګ راتګ ترې په ډاګه کیږي.

له دې وړاندې دجنورۍ په میاشت کې هم پاکستان دعوه کړې وه چې افغانستان ته یې ۲۷ ترهګر سپارلي خو وروسته افغان چارواکو وویل” افغانستان ته سپارل شوي کسان ترهګر نه دي بلکې هاغه عام افغان کډوال دي چې پاکستاني ځواکونو بېګناه نیولي وؤ”

ياده دې وي چې د پاکستان حکومت دا اول ځل نه دی چې بيګناه خلک د ترهګرۍ په تور نيسي او يا يې وژني، په هيواد کې دننه د بی شمېره بی ګناه خلکو د ترهګرۍ په تور د وژلو ترڅنګ په ګوانتنامو او بګرام زندانونو کې ډيری بيګناه پاکستاني او افغاني جنسيت لرونکي خلک وس هم داسې شته چې د پاکستان حکومت د ترهګرۍ په تور نيولي او افغان حکومت يا امريکايانو ته يې د ترهګرو په نوم سپارلي او د هغوی نه يې ډالر اخستي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند ویلي په افغان چارواکو یې ټینګار کړی چې خپله خاوره کې دې د ترهګرو د هاغو ځالو په ضد ګامونه واخلي چې پکې دپاکستاني پوځیانو په پوستو اؤ عامو وګړو د بریدونو پلانونه جوړیږي.

پاکستاني چارواکي زیاتره وخت دعوې کوي چې پاکستان سره په پوله پرتو دافغانستان ختیزو ولایتونو څخه ترهګر د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي خو افغانستان بیا وایي چې دترهګرو د موجودیت په پلمه پاکستان دافغانستان په خاوره بریدونه کوي.

روانه میاشت کې افغان چارواکو څو کرته دعوه کړې ده چې پاکستاني ځواکونو په کنړ ولایت په سوؤنو توغندي ویشتلي چې دعامو خلکو کورونو اؤ مالونو ته یې زیانونه اړولي دي.

درې ورځې وړاندې دافغانستان ددفاع وزارت پخپل یو بیان کې پاکستان ته ګواښ کړی ؤ چې دافغانستان په خاوره د پاکستان لخوا کیدونکو بریدونو ته یې زغم په ختمیدو دی اؤ که له دې وروسته پاکستان دافغانستان په خاوره بریدونه وکړل نو افغان ځواکونه به یې کوټلی ځواب ورکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: