شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان وايي زمونږ د مرستې پرته امریکا په افغانستان کې بریا ته نشي رسېدلی

پاکستان وايي زمونږ د مرستې پرته امریکا په افغانستان کې بریا ته نشي رسېدلی

د پاکستان ددفاع وزیر وايي، دوی په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي. د پاکستان ددفاع وزیر خرم دستګیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکی دی او په دې برخه کې هر ډول مرستو او همکاریو ته تیار دی. د خرم دستګیر په خبره د یوه باثباته افغانستان د جوړېدو لپاره د امریکا او پاکستان موخې یو شان دي نو ښه به وي چې دواړه هېوادونه په دې برخه کې همکاري سره وکړي. خرم دستګیر زیاته کړې چې د پاکستان له مرستې پرته امریکا په افغانستان کې بریا ته نه شي رسېدلی نو ښه ده چې پر دې مسئله شته ستونزې هوارې کړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *