جمعه , دسمبر 4 2020
کور / ليکنې / پاکستان ولي په دغه هېواد کې پښتانه وژني؟

پاکستان ولي په دغه هېواد کې پښتانه وژني؟

معلومه ده چې د پاکستان تر ټول ستر هدف د ډيورن کرغیږني کرښي په اړه په زړه کې ویره لرل دي او ویریږي چې ياده سیمه چې د افغانستان څخه دوي په ناقانونه توګه تر خپلې ولکۍ لاندي نیولي ده له لاسه يي ونه وځي. هسي خو په سیاسي لحاظ پاکستان کې تل پښتنو سره د قامولۍ او سیالۍ په سر ډېري لوبې شوي دي او په دغه هیواد کې د پښتنو د نسل کشۍ او تباۍ یوه جدي هڅه روانه ده او د خاوري او پړوني سره د سپکاوي او بې وفاۍ لوبو به يي څه نه وايوو. تل پاکستاني پوځ د ترهګرۍ او ترهګرو په نوم د پښتنو په سیموکي په بیلابیلو نومونو پوځي عملیات په لاره اچولي دي او پښتانه يي د ترهګرو په نامه ځپلې دي له دي هر څه روښانه معلومیږي چې د پاکستان حکومت او پنجابی پوځ د یوې سیکې دوه رخه دي ترهګري او ترهګر د پاکستان حکومت او پوځ دا ډول تعریفوي: چي د پوځ د زور واکۍ او ادارې په خلاف ږغ پورته کول هم ترهګري ده او هرهغه څوک عږ پورته کړي د ترهګرو په ډله کي راځي ، پ يا په بل عبارت دوي هغه څوک ترهګر بولي چې په پاکستان کي د زور ور قوت (سټبلشمنټ) یا د پنجاب د حاکمیت په خلاف کوم مشکل پېښوي یا یې مخالفت کوي. د پاکستان پوځ دا مهال پر څو مختلفو سنګرونو مصروف ساتل شوی دی، د هندوستان سره پر پوله پرلپسې توګه پوځي نښتي هره ورځ رامنځ ته کیږي، په وزیرستان کي (د القاعده او طالب ترهګرو په نوم) د ملت پالو شملورو، پر خاوره مینو پښتنو جنازې هم ونسوې، خپل جاسوسي جال یې دومره خور کړو چي د پښتنو د نسل، جغرافیه ، او کلتور ریښې یې ورباندي وریبلې: ټول هغه ږغونه یې خاموش کړل چي د زور ورو انسانیت شرمونکي ظلمونه یې افشا کول. يو خبره هم غواړم روښانه کړم هغه دا چې د پاکستان حکومت چې په کومو سیمو کې عملیات په لاره اچوي اکثرآ د دغه ډول عملیاتو څخه د راپور جوړوني اجازه هغه رسنیو ته ورکول کيږي کوم چې د پاکستان د حکومت او پوځ تر ولکۍ لاندي وي ، او خپلواکو رسنیو ته په هيڅ صورت د عملیاتي سیمو څخه د راپور جوړوني اجازه نه ورکول کیږي. د پوځ د دغه اندازه ظلم او زیاتي سربیره لا هم په پاکستان کې پښتون ملت پالو، روښنفکرو سنګرونه تاوده دي او تل د دغه ظلمونو په تړاو خپل غږونه پورته کوي، ښه بیلګې يي د لانګ مارچ لاریونونه يا پرلتونه دي چې دوي په کې تل غږ پورته کړي . لا هم داسي د پاکستان تر ولکۍ لاندي سیمو کې داسي سپیڅلې پښتانه شته چې لاندي شعارونه زمزمه کوي . ډیورنډ کرښه نه منو پښتونستان زموږ حق دی لراوبهر یو افغان خپله خاوره خپل اختیار او په دغه شعارونو باندي د ایمان تر بریده عقیده لري او په جار، جار په افغانستان کي د پاکستان ناروا مداخلت او غلچکي بریدونه هم غندي. د معلوماتو له مخې اوس د پاکستان استخبارات او پوځ چې کله کوم کس د ترهګرۍ په تور ونیسي، بې له محکمې يي د ۹۰ ورځو لپاره استخباراتي اداره د ځان سره د تحقیق په پلمه ساتي . خو که يو څو کسه پري راټول وي نو بیا اکثریت تر ۹۰ورځو هم نه رسیږي او په ډيره بې رحمانه شکل يي وژني . یوې سروي له مخې تازه په پاکستان کې ۳۲۰۰۰ پښتانه ځوانان لا درکه شوي دي . ویل کیږي پاکستان کې د قبايلي سيمو څخه ٣٢٠٠٠ پښتانه ځوانان، چې زيات يې د اتلس کالو خوا و شا عمر لري، د پاکستان پوځ او استخباراتو ورکړ کړي دي او تراوسه پورې يې هېڅ مالومات نشته. په پاکستان کې د پاکستاني دولت، پوځ او استخباراتو پر وړاندې د پښتنو راپاڅېدا د پاکستان ټولې ادارې لړزولي دي او اوس هغه پټ او ورک مالومات هره ورځ راښکاره کېږي، چې تراوسه پورې ترې نړۍ او پښتانه ناخبره و. په دې لړ کې په اسلام اباد کې ١١ ورځې پرلت وشو، چې پښتنو پکې د خپلو حقونو غوښتنه وکړه او ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني هم ترې ملاتړ کړى و. له هغې وروسته هم د پاکستان په ډېرى شمېر ښارونو کې د پاکستان د دولت، پوځ او استخباراتو پر ضد پښتنو لاريونونه ترسره کړي دي او په ډېرو ځايونو کې د پنجابي څخه د خپلواکۍ چيغې هم پورته شوي دي. د پښتون تحفظ مومنټ له جوړېدو وروسته په پاکستان کې د ورکوو شوو پښتنو ځوانانو کورنيو له دې غورځنګ سره اړيکې ټينګې کړي دي او تراوسه پورې ويل کېږي، چې ٣٢٠٠٠ کورنيو له دې غورځنګ سره خپل نومونه ثبت کړي، چې د دوى د کورنۍ ځوانان ورک دي او هېڅ مالومات يې له دوى سره نشته. دا ٣٢٠٠٠ هغه ځوانان دي، چې تراوسه پورې له دې غورځنګ سره يې نومونه ثبت شوي دي، چې د ټولو عمرونه يې د اتلس کالو شا و خوا دي. له دې پرته ډېرى شمېر پښتانه ځوانان د پاکستان پوځ، استخباراتو او پوليسو په يوه او بله بهانه وژلي دي، چې نقيب مسيد او له هغې وروسته يو شمېر نور ځوانان يې په اوسني وخت کې په شهادت رسول شوي، چې د نقيب مسيد له وژنې وروسته پښتنو راپاڅېدل. همدا راز د پښتنو په سيمو کې جنګي جنايتونه روان دي، چې اوس يې پښتانه پر ضد راپاڅېدلي دي او دوى د خپلواکۍ غږونه له هر ځايه پورته کوي. پاکستاني چارواکي ځکه افغانستان کې جګړه توده ساتي چې په افغانستان کې د جګړي په تود ساتلو کې يي ډيري ګټي نغښتي دي . يوه لویه او عمده ستونزه يي لکه مخکې چې مې هم ورته اشاره وکړه د ډيورن لین ده فلهذا پاکستان غواړي د نړیوالو ذهنونه ګمراه کړي ، او داسي انګیزه ورکړي چې ګواکي پاکستان د ترهګرو پناه ځای نه دی او دوي افغانستان ته د ورانکاریو لپاره ترهګر نه استوي، بلکې پاکستان په خپله د ترهګرۍ سره لاس او ګریوان پاتي دی.(( البته په پاکستان کې د پښتونو وژني سره دوي دا کار په خلاص مټ ترسره کولاي شي ، او هڅه يي همدا ده چې نړیوال دوکه کړي )) ویلاي شو چې افغانستان له پنځو لسیزو (۱۹۷۸) راپه دي خوا د پاکستان له شرارتونو او ورانکاریو تر اوسه محفوظ نه دي پاتي شوي پاکستان نه يواځې په پاکستان کې بلکي په افغانستان کې هم د وسله والو ترهګرو پرمټ قومي مشران، سیاستمداران، پوهان، عالمان او منورین وژلي او د دوي په وژنو کې يي د خپلو جاسوسانو يا هم روزونکو نسخې کارولې: . د مسلم لیګ حکومت اوس هم د افغانستان په اړه ( ۱۹۹۷ء دنواز شریف حکومت تګلاره، چي د سکریپ په نوم یې د افغانستان ټانکونه او طیارې د کباړي په توکو رانیول) د دوه مخیتوب سیاست پلي کوي: د ۱۹۹۷ء په کلونو کي پنجابي ژورنالسټ مجیب الرحمان شامي (په عسکري او تخریبي فعالیتونو چي جنرل ضیاالحق، جنرل اختر عبدالرحمان، کرنل امام او جنرل حمیدګل افغانستان او افغانانو ته څومره تاوانونه ور واړول د ژورنالستي تبلیغاتو په وسیله هم دومره ستر تاوانونه مجیب الرحمان شامي ورته پېښ کړل ) ویل کیږي يو مهال له نواز شریف څخه کوم پاکستاني وپوښتل: په حیث د پاکستاني که راته ووايي موږ په افغانستان کي په دا څولسیزو کي څه لاس ته را وړل او څه مو د لاسه ورکړل؟ نواز شریف په جواب کي ورته وویل: د بایللو خبره به هیڅ نه یادوې موږ د افغانستان څخه دومره سکریپ (زړې اوسپني) ترلاسه کړې چي د پاکستان له پنځوسو کلونو تړلي کارخانې به سل کاله ورباندي چالان پاته وي! د مسلم لیګ اوسنی حکومت چي د پنجابي بالادستي په منځنۍ اسیا کي پلي کول یې مهم هدف دی او په منځنۍ اسیا کې د واکمنۍ او بدمعاشۍ په لاره کې تر ټولو ستر خنډ افغانستان دی نو ځکه په افغانستان کي کورنۍ جګړه توده ساتي او په وزیر ستان کي د ترهګرۍ په نوم د پښتنو وژنه خپلو ناولو ګټو ته اړینه بولي. خو د دي ټولو سره سره په پاکستان کې د پښتون قومي مشرانو پرلتونه او لاریونه د پښتون قوم د ويښتیا او يو کيدو ښکارندوي کوي ، هیله شته چې د پښتنو مشرانو دغه مبارزه به رنګ راوړي او پښتانه به د پاکستان د پوځ او استخبارتي اداري له ظلم او زیاتي څخه خلاص شي او همدارانګه د ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د ټيم په تېره بیا د اتمر صیب له هڅو څرګنديږي چې افغان حکومت يوه ښه سیاسي تګلاره غوره کړي همدا چاره د دي لامل شوي چې نړیوالو هم اوس د پاکستان حکومت مذبذب حالت درکړي ، زه خو د یوه افغان په صفت د دوي له کړنو راضي يم او هیله منده يم چې انشاالله که ژوند وه نو افغان حکومت هغه لوړو پړاونو ته رسیدونکي ته چې نور به هیچا ته د دي اجازه ورنه کړي چې افغانستان د جګړو ډګر وګرځوي . د یوه اباد سوکاله افغانستان او د ډيورنډ د فرضي کرښي هغې لورته د پښتنو د موخو ته د رسیدو په هیله

لیکوال : مدثر شینواری

#یادونه

ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews201@gmail.com
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: