شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان ویزه اخستل د پیسو ورکولو پرته ناشونې ده

پاکستان ویزه اخستل د پیسو ورکولو پرته ناشونې ده

د پاکستان د وېزې يو شمېر تقاضا کوونکي وايي چې د دغه هېواد د وېزې ترلاسه کول ډېر وخت اخلي، خو له سفارت سره نږدې کمېشن کاران دغه چاره د ١٠٠ امريکايي ډالرو په بدل کې په يوه ورځ کې ترسره کوي. د افغانانو لپاره د پاکستان وېزه وړيا ده او اوسمهال پر کابل سربېره په مزارشريف، کندهار، هرات او جلال اباد کې کونسلګرۍ هم افغانانو ته د دغه هېواد وېزې ورکوي. دغه راز د يادې سيمې په عکاس خونو کې ځينو ناستو کمېشنکارانو ومنله، چې په يوه ورځ کې وېزه ترلاسه کولى شي. د پاکستان سفارت چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه د ويلي، خو د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني د پاکستان ويزې غوښتونکو د لوړې کچې او د خلکو ددغه ستونزې د حل په تړاو وويل چې په دې اړه يې د اسانتيا رامنځته کولو لپاره څو ځله د پاکستان له سفارت سره خبرې کړې او ورته ويل شوي چې غوښتونکي زيات دي او دغه استازولي خپلو امکاناتو او د کارکوونکو وړتياوو ته په پام سره ويزې وېشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: