یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان پر افغاني کتابونو بندیز لګولی!

پاکستان پر افغاني کتابونو بندیز لګولی!

په پاکستان کې زياتره افغان زدکوونکي د افغان کډوالو لپاره جوړو شويو ښونځيو يا سکولونو کې زدکړې کوي.

د دغو سکولونو چلوونکي هم زياتره افغانان دي.

د نورو ستونزو تر څنگ بې وزلي هم د افغان کډوالو د زدکړې په وړاندې يو خنډ ده.

خو اوسمهال د دوی تر ټولو لويه ستونزه د درسي کتابونو نشتوالی دی.

په کال دوه زره شپاړس کې پاکستانیو چارواکو وموندل چې په افغان ښونځيو کې يو داسې کتاب زدکوونکو ته ښودل کيږي چې پکې د پښتونستان نقشه ور کړل شوې.

دغه کتابونه- چې په افغانستان کې چاپ شوي وو- پاکستانیو چارواکو ټول کړل او هم يې افغانستان نه پاکستان ته د نور کتابونو پر وړلو بنديز ولګاو.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو په ستنېدلو سره ځینې سیمو کې د ښوونځیو زدکوونکي کم او دا ښوونځي وتړل شول.

حاجي نصرت د پيښور په ناصر باغ کې د يو ښوونځي مدير دى.

په دغه ښوونځي کې هلکان او نجونې زدکړې کوي.

هغه وایي د درسي کتابونو نشتوالی د زدکوونکو زدکړې اغېزمنوي:

“په تعليم کې خو مهم څيز کتاب دی چې کتاب نه وی نو زدکوونکی به څنګه زدکړې وکړي. په پاکستان کې د دغو کتابونو کيفيت ښه نه دی قيمته هم دي او شته هم نه. د ا ټول غريب زدکوونکي دې د ګران بيه کتابونو توان نه لري”.

په ښوونځيو کې د کتابونو نشتوالي د زدکړو بهير ټکنی کړی او د زدکوونکو کړاوونه يې زيات کړي دي.

د څلورم ټولګي يوه زدکوونکي بي بي سي ته وويل:

“زمونږ په ټولګي کې په دېرشو کې يوازې د لسو زدکوونکو سره کتابونه دي. مونږ چې سبق وايو نو د يو بل نه کتابونه اخلو. مونږ ډېرې ستونزې لرو”.

دوی دا هم وايي، چې استاد په تخته سبق وليکي بيا یې دوی وايي:

“مونږ غواړو چې کتابونه راته په ارزانه بیه را کړل شي. مونږ کتابونه غواړو”.

ښوونکی

د معارف له څانګې اکثره د ښوونځيو د مديرانو غوښتنه د درسي کتابونو وي .

يلدا په پېښور کې په افغان کونسلگرۍ کې د پوهنې اتشه ده.

هغه د زدکوونکو ستونزه مني، خو وايي د پاکستان حکومت اجازه نه ور کوي چې دغه کتابونه له افغانستان راوړي او پر زدکوونکو یې ووېشي.

په پاکستان کې دا وخت نږدې څوارلس لکه افغان کډوال ژوند

کوي چې زياتره په پښتونخوا کې مېشت دي.

په تيرو دوو کلونو کې افغانستان ته د يو شمير کډوالو د ستنيدو له کبله په پېښور کې د هغو زياتره ښوونځي تړل شوي دي. ځکه افغانستان ته د کډوالو په تلو سره ښونځي خپل لگښتونه پوره کولى نشي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *