یکشنبه , جنوري 24 2021
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان پر امریکايي ديپلوماتانو بندیزونه وضع کړي دي

پاکستان پر امریکايي ديپلوماتانو بندیزونه وضع کړي دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دغه بندیزونه سر له نن پر دغه دپيلوماتانو د عملي کېدو وړ دي. پاکستان وروسته له دې دغه اقدام کړی، چې واشنګټن په امریکا کې پر پاکستاني ديپلوماتانو بندیزونه وضع کړل. له دې بندیزونو وروسته پاکستاني ديپلوماتان نه شي کولی، چې له ټاکلې محدودوې ډېر په امریکا کې د ننه سفرونه وکړي. پاکستان هم پر امریکايي ديپلوماتانو ورته بندیزونه وضع کړي دي. ددواړو هېوادونو ترمنځ دغه ناندرۍ وروسته له دې راولاړې شوې چې یوه امریکایي ديپلومات په اسلام اباد کې یو پاکستانی په ترافیکي پېښه کې وواژه. دغه ديپلومات تر اوسه په پاکستان کې ګرځول شوی او د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

انځور:
په اسلام اباد کې د امریکا نوی سفارت.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: