شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان په تورلېست کې نه،خو په خړ لېست کې شامل شو

پاکستان په تورلېست کې نه،خو په خړ لېست کې شامل شو

د تورو پیسو او همدا رنګه له ترهګرو د مالي ملاتړو د څېړنې او څارنې یوه نړیوال سازمان پرېکړه کړې چې پاکستان خپل خړ لېست ته راوګرځوي. په دغه لېست کې هغه هېوادونه شاملېږي، چې پیسې یې د ترهګرۍ په ملاتړ کې لګول کېږي او یا هم په پیسو مینځلو کې ښکېل وي. په دې لېست کې له شاملېدو وورسته به د پاکستان پر مالي چارو سخته څارنه کېږي. رسنیو ته یوې ديپلوماتیکي سرچینې ویلي چې دغه پرېکړه پرون شوې ده. په دې پرېکړه کې په لومړي سر کې چین، ترکیې او عربي هېوادونو مثبته رایه نه ورکوله، خو وروسته چین او عربي هېوادونو هم د پاکستان ضد رایه ورکړې ده. تر دې وړاندې ټاکل شوې وه، چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په تور لېست کې شامل کړل شي، خو دغه پرېکړه درې میاشتې وځنډول شوه. پاکستان یو له هغو هېوادونو دی، چې د نړیوالې ترهګرۍ ملاتړی بلل کېږي او امریکا وايي چې د خپلې نوې تګلارې له مخې به دغه هېواد د ترهګرۍ له ملاتړه راګرځوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: