سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان په خاوره کې د ترهګرو شتون د امریکا اسخباراتی اداره(سی ای ای)ته د منلو وړ ندي

پاکستان په خاوره کې د ترهګرو شتون د امریکا اسخباراتی اداره(سی ای ای)ته د منلو وړ ندي

د امریکا له ولسمشر وروسته د امریکا د مرکزي استخباراتو مشر هم پاکستان کې د وسله والو ډلو په شتون او له دوی د پاکستان د ملاتړ په اړه توندې څرګندونې کړې دي.

د سي ای ای مشر مایک پومپيو په یوه ټلويزیوني پروګرام کې ویلي چې پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونه نور د منلو نه دي.

نوموړي زیاته کړې، موږ وینو چې پاکستان لا هم په خپله خاوره کې ترهګرو ته پټنځایونه ورکړي او دا هغه ترهګر دي چې امریکا ته ګواښ دی.

پومپیو پاکستان ته د ګواښ په ډول ویلي، که چېرې پاکستان دغه ستونزه نه حلوي؛ نو موږ به امریکا وساتو.

له پومپيو وړاندې د امریکا ولسمشر ټرمپ د زېږدي کال په لومړۍ ورځ د پاکستان په اړه له غوسې ډک ټويټ وکړ چې له هماغه مهاله دواړه هېوادونه د یوه بل پر ضد توندې څرګندونې کوي.

امریکا پاکستان ته شاوخوه نهه سوه میلیونه ډالره مرسته هم ځنډولې ده.

پاکستاني شنونکي وایي، ښايي چې امریکا به یا پاکستان ته پوځیان واستوي او د پاکستان له اجازې پرته به یو اړخیز عملیات وکړي او یا به د ډرون الوتکو بریدونه له قبایلي سیمو څخه نورو سیمو ته وغځوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *