یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان په دغه هېواد کې مېشتې ترهګرې ډلې افغان کډوالو پوري تړي

پاکستان په دغه هېواد کې مېشتې ترهګرې ډلې افغان کډوالو پوري تړي

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه وایي، د ترهګرو ډلو ځینې پاتې شوني په دغه هېواد کې میشت د ۲،۷ میلیون افغا کډوالو شتون څخه ګټه اخلي.

نوموړی په دې اړه تېره ورځ په کابل کې د پوځي مشرانو په غونډه کې د وینا پر مهال خبر ورکړ.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې د جنرال باجوه په حواله کې لیکلي، چې د سیمې سولې او امنیت د افغانستان له امنیت سره تړاو لري ځکه افغانستان د سیمې لپاره د سولې لاره ګڼل کیږي.

جنرال باجوه زیاته کړه، چې پاکستان په خپله خاوره کې د ټولو ترهګرو ډلو امن ځایونه له منځه وړي دي او د ترهګرو ځینې پاتې شوني چې د افغان کډوالو له شتون څخه او د پولې په اوږدو کې د منظمه مدیریت له نشتوالي څخه د ګټې اخیستلو هڅې کوي، د هغوي پر وړاندې به پوځي هلې ځلې د راد الفساد عملیاتو په چوکاټ کې دوام ومومي.

هغه ډاډ ورکړ، چې هیڅکله به اجازه ورنه کړي ترڅو د پاکستان خاوره د نورو هېوادو پر ضد وکارول شي او پاکستان هم له نورو هېوادونو څخه د ورته دریځ تمه لري.

د پاکستان پوځ په وینا، جنرال باجوه په پایله کې د سیمې سولې او امنیت لپاره پر ګډو هلو ځلو او همکاریو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې پاکستان ژمن دی ترڅو په دې اړه خپل رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان او امریکایي چارواکو تل ادعا کړي چې د طالبانو او د حقاني شبکې امن ځایونه د پاکستان په مهمو ښارونو کې وجود لري.

د شنونکو په وینا پاکستان کې ترهګرې ډلې د دغه هیواد د استخباراتې او پوځې ادارو تر سورې لاندې کار کوي چی روزنېز کمپونه یي د یادو ادارو په مرکزونو کې دي چې بیلګه يې د حقانې شبکې په شمول بعضې نورې ډلې لکه لشکر طیبه،جیش محمد او همداسې په لسګونو نوری ترهګرې ډلې هم شته چې په نوموړې هېواد کې د افراطیت د تر سر کولو خوندې ژالې او روزنېز مرکزونه لري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: