دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / پاکستان په قبایلو سېمو کې زرګونه پښتانه دخاورو خوراک کړي او یا يي هم زندان ته اچولې دي

پاکستان په قبایلو سېمو کې زرګونه پښتانه دخاورو خوراک کړي او یا يي هم زندان ته اچولې دي

د پښتونخوا د ولسي تحریک مشر سید عالم مسود وايي، پاکستاني حکومت په تېرو کلونو کې په پښتونخوا کې زرګونه کسان ترې تم کړي دي او زندانونو ته يې اچولي دي. د نوموړي په خبره پاکستاني حکومت له قبایلي سیمو ګوانتانامو جوړ کړی دی او هر پښتون چې په مخه ورغلی زندانونو ته یې اچولی دی. تر دې وړاندې رسنیو په قبایلي سیمو کې چې اوسېدونکي یې پښتانه دي د ۴۵ پټو زندانونو د موجودیت خبر ورکړی و. د نادرکه شوو خلکو د پلټنې د ادارې مشرې امنه جنجوعه ویلي، له دوی سره د ۲۵۰۰ ورکو کسانو لېست دی، چې ۸۰۰ یې یوازې د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي دي. نوموړې ویلي چې په ټول پاکستان کې ۸ زره کسان په مرموزه توګه ورک کړل شوي دي چې دا شمېره ښايي تر دې هم ډېره وي. بل لور ته د پښتونخوا د ولسي تحریک غړي وایي، پاکستان په وروستیو کې د بې ګناه وګړو په ډله کې ځينې ترهګر هم له زندانونو خوشي کړي دي، چې ښايي عامو وګړو ته ستونزې جوړې کړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ بیا وايي پاکستان په قبایلي سیمو کې د پښتون د نسل وژنې لړۍ روانه کړې ده او له بېلو لارو غواړي خپلو موخو ته ځان ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: