پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان پولیسو دیو پښتون کورني د غم په ټغر کېنوله

پاکستان پولیسو دیو پښتون کورني د غم په ټغر کېنوله

د پاکستان د قبایلي سیمې وزیرستان یو پښتون ځوان نقیب محسود د جنورۍ په دریمه نېټه د کراچۍ دپولیسو لخوا نیول شوی و او نن یې مړی موندل شوی.

۲۵ کلن نقیب محسود چې په پېژند پاڼه یا شناخت کارډ باندې یې نوم نسیم الله دی د کراچۍ د سهراب ګوټ په چپال ګاډن کې د شیراغا په هوټل کې کار کاوه.

د وژل شوي نقیب یو خپلوان د خپل نوم نه ښودلو په شرط رسنیوته وویل چې دوي امنیتي ادارو ته د هغه د حال احوال موندلو لپاره ورغلي او هلته ورته ویل شوي و چې نقیب د پاکستاني طالبانو د وژل شوي مشر بیت الله محسود سره دوه کاله ډریوري کړې ده.

خو ده وویل چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو دا ادعا په بشپړه توګه ځکه غلطه ده چې نقیب د ډیرو کلونو راهیسې په کراچۍ کې مزدوري کوله او د نیول کېدو په ورځو کې یې هڅه کوله د رخت یا ټوکرانو یو دوکان پرانیزي.

د محسود تحفظ مومنټ (ام ټي ام) مشر منظور احمد رسنیو  ته وویل، په کراچۍ کې په مرموزه توګه د پښتنو وژنه کومه نوې خبره نه ده بلکه یواځې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې په سلګونو پښتانه وژل شوي دي.

“د ۲۰۱۴ کال راهیسې نږدې ۵۰۰ کسان یواځې د محسودو د قوم وژل شوي دي. داسې هم شته چې له یوې کورنۍ درې او څلور ورونه وژل شوي دي.”

منظور احمد زیاته کړه چې ده ته په کراچۍ کې اوسېدونکو پښتنو دا هم ویلي دي چې پښتانه لومړی د پولیسو لخوا تښتول کیږي او بیا ورڅخه د لکونو روپویو غوښتنه کوي او که پیسې ورته ور نه کړي نو هغوي یې وژني.

هڅه مو وکړه په کراچۍ کې د یو شمېر امنیتي ادارو له چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړو خو پرې بریالي نه شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *