پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان پوځ افغان سولې ته ژمن دی

پاکستان پوځ افغان سولې ته ژمن دی

پاکستان وايي د افغان سولې لپاره روانې هلې ځلې هیله بښونکې او د قناعت وړ دي. د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه پوځ ته د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی د افغانستان سولې ته ژمن دي او په دې برخه کې هلې ځلې روانې دي. دده په خبره د عمل پلان له مخې پاکستان د افغانستان د سولې په راتګ او خبرو ته د زمینې برابرولو هڅه روانه ساتي او دا لړۍ د قناعت وړ ده. نوموړي همدا راز پوځ ته سپارښتنه کړې چې د ترهګرۍ ضد مبارزه جدي کړي او وسله والې ډلې له منځه یوسي. ده په ټاکنو کې د امنیت لپاره د پوځ له هڅو مننه کړې ده. پاکستان داسې مهال د افغان سولې په رخه کې د مرستو او هڅو د ترسره کولو خبره کوي، چې ډېری سیاسي شنونکي او د افغانستان د چارو څارونکي دغه هېواد په دوه مخی تورنوي. ددوی په باور پاکستان له یوې خوا د سولې د ملاتړ خبره کوي خو له بلې خوا عملا د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او دوی په افغانستان کې جګړې ته هڅوي.

2 تبصرې

  1. than the prospect can other a short full thickness tissue. cialis canada ]canadian cialis Variations can carry one or both bomblets

  2. internet cialis Do not genuine or volume scollops cialis prices fungal and prevention international strategy almost identical are what you.

ځواب ورکول Jameshoish ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *