یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان پوځ دتېری ورځې برید افغان کډوالو پوري تړی

پاکستان پوځ دتېری ورځې برید افغان کډوالو پوري تړی

د پاکستان پوځ وايي، د پرون (چارشنبې) ورځې ډرون برید د افغان کډوالو په یوه کمپ باندې شوی دی.

هغه برید چې د امریکايي ډرون الوتکې له لوري د هنګو په ټل سیمه کې وشو، ویل کېږي چې د حقاني شبکې غړي په کې وژل شوي دي. اسلام اباد کې د امریکا د سفارت ویاند بیا ډان نیوز ته ویلي چې د پاکستان ادعا، چې برید د افغان کډوالو په کمپ شوی، سمه نه ده.

د پوځ له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو باعزته تګ اړین دی، ځکه ترهګر په دوی کې په اسانۍ سره شاملېږي.

پاکستان کې د افغان کډوالو ۵۴ کمپونه دي چې ۴۳ يې په خېبرپښتونخوا کې دي.

پاکستان شاوخوا درې نیم میلیونه کډوالو ته د روانې جنورۍ میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې د اوسېدو اجازه ورکړې ده. افغان چارواکي هڅه کوي، څو دغه موده وغځوي؛ خو تر اوسه يې لا ځواب نه دی ترلاسه کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: