پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان پوځ وایي ترهګرۍ په ختمولو کې دې نړیوال زمونږه مننه وکړې

پاکستان پوځ وایي ترهګرۍ په ختمولو کې دې نړیوال زمونږه مننه وکړې

د ده نېشن د رپوټ له مخې، د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور چې لندن کې يې یوې غونډې ته وینا کوله وویل، القاعده به د پاکستان له مرستې پرته نه وای ماته شوې.

پاکستان وايي، نړۍ باید د ترهګرۍ په له منځه وړلو له پاکستان څخه منندوی وي

غفور د افغانستان او سیمې په تړاو وویل، پاکستان هیله لري چې امریکا تر هغه وخته پورې افغانستان کې پاتې شي، څو هلته سوله راشي. د غفور په وینا، د پاکستان ثبات نېغ له افغانستان سره تړلی دی.

وروستیو ورځو کې داسې رپوټونه ورکړل شوي چې د امریکا حکومت به له طالبانو سره افغانستان کې د امریکايي پوځ پر شتون خبرې وکړي.

د دې موخې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته تللی و او هلته يې له طالب استازو سره لیدلي دي. ویل کېږي، خلیلزاد منلې چې د امریکا د پوځ پر وتلو به خبرې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *