دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان پوځ وایي جنرال رازق د سیم غځولو په تړاو هوکړه نه مني

پاکستان پوځ وایي جنرال رازق د سیم غځولو په تړاو هوکړه نه مني

پاکستاني پوځ په کندهار کي د 205 اتل قول اردو قوماندان ته ویلي، جنرال رازق د مرکزي حکومت هغه هوکړه نه مني، چي پر ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ یې د اغزن سیم د غځولو په برخه کي کړې. هغه د جګړې درولو لپاره له قول اردو سره د خبرې کولو غږ کړی دی.
د راپورونو له مخې اوس هم خال، خال ډزې روانې دي.
په ورته وخت کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، په وار وار یې مرکز ته خبر ورکړی، چي پاکستان په غیر قانوني توګه پر ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ اغزن سیم غځوي،خو چا یې پروا نه ده کړې.

د یادوني وړ ده، چي په ختیځو ولایتونو دا سیم غځېدلی او یوازي په جنوب کي یې په وړاندي خنډ جوړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم غځولو د هوکړې خبره د لومړي ځل لپاره د پاکستاني پوځیانو له خولې مطرح شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *