دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان چې د طالبانو سره په جګړه کې ناکام پاتې دي د خپلې ناکامۍ پړه هند پوري تړي

پاکستان چې د طالبانو سره په جګړه کې ناکام پاتې دي د خپلې ناکامۍ پړه هند پوري تړي

پاکستاني چارواکي وايي هند نه غواړي چې پاکستان پرمختګ وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، پاکستان به د چین د سترې پروژې په مرسته د پرمختګ یو بې ساري پړاو تجربه کړي، خو هند ددې کار اجازه نه ورکوي. د خواجه اصف په خبره هند له خپلې خاورې او له افغان خاورې په استفادې په پاکستان کې ترهګریزو کړنو او نا امنیو ته لمن وهي. دده په وینا پاکستان په سیمه کې د امنیت او ثبات غوښتونکی دی، خو هند ددې کار اجازه نه ورکوي او د ترهګرو ملاتړ کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال یادې څرګندونې کړې، چې په دې وروستیو کې ښایي پاکستان د ترهګرو ملاتړی هېواد معرفي شي. ګڼو نړیوالو قدرتونو دا هوکړه کړې، چې دغه هېواد به د ترهګرو د ملاتړ له امله د ترهګرپالو هېوادونو په کتار کې دروي. پاکستان بیا ځان د ترهګرو ملاتړی نه بلکې د ترهګرو قرباني بولي. خو نړیوالې رسنۍ او د چارو څارونکي بیا دغه هېواد په افغانستان او سیمه کې د روان بحران اصلي ملاتړی او پالونکی بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: