پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان ډیره اسماعیل په سیمه کې په امنیتي ځواکونو چاودنه شوی ده

پاکستان ډیره اسماعیل په سیمه کې په امنیتي ځواکونو چاودنه شوی ده

لومړني راپورونه ښايي چاودنه د ډیره اسماعیل خان درابن تحصیل سکندر سیمه کېـپه امنیتي ځواکونو شوې ده چې په ترڅ دوه امنیتي ځوکونه وژل شوي او د دوه ایف سی ځواک د کار کونکو په شمول ګڼ شمیر نور خلک هم ټپیان دي

په ټپیانو کې وکیل روشن ضمیر، خیال محمد،وقاص،سمیع الله،رانااسلم راجپوت او ملک سیف ا لله هم شامل دی د ځای خلکو په وینا په یاده چاودنه کې د ټولو ټپیانو تړاو د پاکستان دولتي ادارو سره دی چې د درملنې لپاره د سیمې نږدی روغتون ته وړل شوي دي

بلخوا د روغتون ډاکټران د یادو ټپیانو وضیعت د اندیښنې وړ خودلی دی

د یادی پیښې عیني شاهدان وایي چی د چاودنې وروسته په سیمه کې ویره خپره شوي ده او زیاتوې چې قانون پلي کونکې اداري او طیبي مرستندویه ادارو د ډیر ځنډ وروسته د پیښې ځای ته را ورسیدل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: