دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / پاکستان ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغان په خاوره کې حاکمې نقطې نېولي دي

پاکستان ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغان په خاوره کې حاکمې نقطې نېولي دي

امریکایانو ډیورنډ کرښې ته نیږدې پوستې درلودې چې له دې سیمو تر وتو وروسته یې ټولې پاکستان ته سپارلې دي، د پاکستان پوځ په هره برخه کې ۱۰ ۱۵ کیلومتره مخکې راغلی

حکومت په دې برخه کې بې غوري کوي، د تېرو ۱۷ کلونو راهیسې پاکستان په افغان خاوره تېری کوي خو حکومت او نړیواله ټولنه غلي دي ( د ولسي جرګې غړي)

کابل – په ډیورند فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو لخوا د اغزن تار لګولو وروسته اوس تازه دغو ځواکونو هڅې پیل کړې، چې له دې کرښې دې خوا د افغانستان په خاوره کې په لوړو څوکو کې سنګرونه او پوځي پوستې جوړې کړي او حاکمې نقطې ونیسي.

سرچینې وایي، امریکایانو چې په ۲۰۰۱ کال کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې کومې پوستې درلودې، له دې سیمو تر وتلو وروسته یې ټولې پاکستان سپارلې دي او پاکستان په هره نقطه کې ۱۰- ۱۵ کیلومټره مخکې راغلی او حاکمې نقطې یې نیولې دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت یاده ستونزه مني او وایي په دې تړاو یې په وار وار خپلې اندېښنې له حکومت سره شریکې کړې دي.

تر دې وړاندې افغان حکومت پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني پوځ له‎خوا د اغزن تار او كټارو لګول يې غندلي دي او د پاکستاني پوځ وروستۍ کړنې یې پر ډیورنډ کرښه د جنګي فضا جوړولو او د سیمې خلکو په نه‌شتون کې یو اړخیزه او د نه‌منلو وړ اقدامات بللي دي.

خو د ولسي جرګې غړي بیا په دې باور دي چې حکومت اصلا یاده موضوع له نظره غورځولې ده.

د ولسي جرګې غړي میربت خان منګل، عبدالرحیم ایوبي او عبدالقادر قلاتوال په دې اړه وايي چې پاکستاني پوځ د بېلا بېلو پلمو په مطرح کولو سره په تېرو ۱۷ کالونو کې همدا یوه هڅه کړې ده چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پراته قومونه سره يوشي، ترڅو داسې په ډاګه کړي چې دغه تپل شوې کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه رسمي پوله ده.

په ورته مهال دفاع وزارت بیا یاده موضوع ردوي او وايي، چې هېچاته به اجازه ورنه کړي چې د ډيورنډ دې خوا تاسيسات جوړ کړي او خبرداری ورکوي چې افغان پوځ د هرډول تېري پر وړاندې پوره چمتوالی لري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *