شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / بلوچستان / پاکستان کې افغان کډوال له زورونو تر پوزی راغلي دي

پاکستان کې افغان کډوال له زورونو تر پوزی راغلي دي

دپاکستان بلوچستان ایالت کوټې افغان اوسیدونکي وایي چې پاکستاني ځواکونه یې په کورونو شپنۍ چاپې پیل کړي اوژوند یې یوځل بیا تریخ شوی دی.

افغان کډوالوځايي رسنیوته ویلي چې دیوې اوونۍ راهیسي په سیمه کې پولیس اوایف سي ځواکونه په افغان اوسیدونکوځای په ځای چاپې اچوې ،کله دپلټنوپه نوم اوکله بیاوايي چې ستاوخت پوره شوی باید دتګ لپاره تصمیم ونیسي.

عبدالعلیم اکا چې دافغان کډوالودیوې سیمې ځايي مشردي وايي چې یوځل یې بیا ژوند ګواښوونوسره مخ شوی ،هغه زیاتوي چې له څوورځو راهیسي یې په کوټې بای پاس سیمه کې په کورنو دایف سي ځواکونو لخوا چاپې وهل کیږي،نوموړی وايي چې دوی دملګروملتونو دفترته هم یو وړاندیزکړی خوهغوی یې په اړه څه نه وايي اونه ورته ځواب ورکوي.

دځايي سرچینو په حواله چې یوسیمیزدولتي چارواکی چې دنوم له ښودلوډډه کوي دپوښتنې په ځواب کې وايي چې افغان کډوال هیڅکله پآکستاني حکومت نه ستنوي ،البته کله داسي وسله والې پېښې اوچاودنې وشي ،دوی دغیرراجسټرکډوالوپه وړاندې پلټنې کوي چې په هغوی کې ځینې وسله والې ډلې هم پټې شوې وي.

کارپوهان داتائیدوي چې پاکستان حکومت دکډوالوموضوع ددې لپاره رامنځ ته کوي چې له یوې خوا دافغان دولت مخ بل لورې ته واړوي اوپه ترځ کې دکډوالوله نړۍ وال سازمان څخه دتیرپه ډول مرستې ترلاس کړي،هغوی زیاتوي چې پاکستان به هیڅکله په خپله خوښ کډوال له هیواد ونه باسي نوموړي زیاتوي چې دپاکستان ۳۰سلنه اقتصادي په افغان کډوالو ولاړ دی،هغوی داهم زیاتوي چې دکډوالوستنیدل په سیاسي لحاظ چې دوسله والوشتون هم پکې دی د دوی لپاره زیان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: