پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې به ښځې میړونو ته طلاق ورکوي

پاکستان کې به ښځې میړونو ته طلاق ورکوي

د پاکستان مېرمنې به په راتلونکي لنډ وخت کې د دې حق ولري، چې خپلو مېړونو طلاق ورکړي او په دې اړه به قاضي او محکمې ته د رجوع اړتيا ونه لري.

د پاکستان جنګ باوري ورځپاڼې ليکلي چې د اوسنيو نکاح ليکونو له مخې ښځې د دې واک نه لري، چې خاوند څخه په خپله خوښه جلا شي او دخلعې لپاره بايد محکمې ته رجوع وکړي او دا کار د ښځو لپاره په درنه بيه تماميږي.

د پاکستان د اسلامي نظرياتي شورا مشر پروفيسر قبله ایاز ويلي، چې د نکاح ليکنو دغه طریقه زړه ده او دوی اوس پر داسې قانون کار کوي، چې ښځه له خلعې پرته خپل مېړه ته د اړتيا په صورت کې طلاق ورکړی شي.

پروفيسر قبله اياز وايي، د ديني علماوو او قانونپوهانو په مرسته داسې قانون جوړوي، چې د مېرمنو «حقونه» او خوښي په کې په نظر کې نيول شوي وي.

د نوي فاميلي قانون له مخې سړي ته د دوهم واده لپاره د خپلې لومړنۍ مېرمن رضا شرط ده. همدارنګه د ناوې ګانو لپاره نکاح ليک له پخوا ډک شوی وي، چې هغې ته په کې د منلو او ردولو ډېر واک نه وي.

د اسلامي نظرياتي شورا مشر ويلي، چې دوی په دغه قانون کې د بدلون لپاره کار کوي او هيله يې ښکاره کړې، چې په دې اړه به د علماوو او قانونپوهانو له ملاتړ وروسته د ښځو د خوښۍ وړ قانون تصويب کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: