دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې تر څلورو زرو ډېر پښتانه تري تم شوي دي.

پاکستان کې تر څلورو زرو ډېر پښتانه تري تم شوي دي.

تر څلورو زرو ډېر پښتانه تري تم شوي دي. د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي ددوی غورځنګ ته تر دې دمه د ۴ زرو هغو کسانو لېست سپارل شوی دی، چې تر دې دمه لادرکه شوي دي. دده په خبره دا شمېره ورځ په ورځ لوړېږي. نوموړي په یوه لیکنه کې ویلي د پښتنو د ژغورنې او بېدارۍ لپاره یې د پراخو لاریونونو لړۍ پیل کړې ده او تر هغه به پای ته و نه رسېږي چې د پښتنو حقوق یې نه وي پر ځای کړي. د پښتین په خبره زرګونه پښتانه د ظلم او وحشت په تورتمونو کې ورک شوي دي او دوی هڅه کوي دغه تور تم ته نور د پای ټکی کېږدي. نوموړی لیکي، چې پاکستاني حکومت د پښتنو حقوق تر پښو لاندې کړي دي او دوی ته د دویمه درجه تبعې په سترګه ګوري. هغه وايي دا لړۍ باید پای ته ورسول شوي او له لاریونونو یې هم موخه یوازې او یوازې د عدالت تامین دی. پښتین زیاتوي، پښتانه د ويښتیا په لور روان دي او اوسنی نسل به د راتلونکو لپاره نوی تاریخ جوړوي او دوی به په سرلوړۍ کې ژوند کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: