شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې دپښتون ژغورنې غورځنګ دوه فعال غړي وژل شوي دي

پاکستان کې دپښتون ژغورنې غورځنګ دوه فعال غړي وژل شوي دي

د ټانک ضلعي پولیسو ویلي د زیارت یا پنجشنبې په سهر يې په بپر مداخیل سیمه کې د دوو ځوانانو مړي موندلي چې په سر په ډزو ویشتل شوي.

ددغه وژل شوو ځوانانو تره (حضرت الله) وی رسنیو ته ویلي دغه دواړه تیره شپه د نامالومه کسانو لخوا اوچت کړی شوي وو او نن سهر بیا خبر شو چې مړي يې د سړک په غاړه پراته وو.

حضرت الله رسنیو ته ویلي: ٫٫ زمونږ د چا سره شخصي دشمني نشته، او دواړه په بندوبستي سیمه کې وژل شوي، مقدمه مو درج کړی او غواړو پولیس د دغو قاتلان ونیسي.٬٬

د ټانک ضعلي پولیس افسر شاه نظر د دغه پېښې په اړه ډیوه ته ویلي دغه مړي ورته د سړک په غاړه ترلاسه شوي وو: ٫٫ دواڼه په سرونو ویشتل شوي او لاسونه يې هم شا ته تړل شوي وو.٬٬ د ډي پي او تر مخه کورنۍ يې رپورټ هم درج کړی.

د دغه پولیس افسر په وینا دغه دواړه کسان په ځېنو ناوړه پېښو کې هم ککړ وو خو د دغو پرضد پولیسو سره څه قسمه رپوټونه نه دي درج شوي.

د دغه سېمې ځايي خلکو بیا وي رسنیو ته ویلي د دغه ځوانانو پلار یو غریب زمیدار دی او د چا سره يې څه دشمني هم نشته.

په ټانک ضلعه کې د دغه ځوانانو مړي په داسې مهال موندل شوي چې تیره اونۍ هم د قبایلي سیمو جنوبي وزیرستان او باجوړ اېجنسۍ دوه ځوانان هم د نامالومه کسانو لخوا وژل شوي وو.

د تیراتوار، یکشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا ډېره اسماعيل خان پولیسو ویلي وو د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکي افتاب مسيد مړی ورته د شنبې، خالي په ورځ ترلاسه شوی وو او پولیس ویلي وو چې په هغه تشدد شوی او په ډزو وژل شوی دی.

افتاب مسيد د ګومل پوهنتون زده کوونکی او تعلق يې د جنوبي وزيرستان د مکين سره ؤ، هغه په کراچۍ کې د پوليس په جعلي مقابله کې د وژل شوي نقيب الله مسيد نزدې ملګری ؤ. افتاب مسيد د نقيب مسيد د وژنې پرضد پښتون لاريون کې هم ګډون درلود.

تیره جمعه د باجوړ ايجنسۍ سره تعلق لرونکي احسان الدين چې د ايي ټي انجينيئر ؤ په تخت بايي سيمه کې وژل شوی ؤ د هغه د وژنې پرضد په باجوړ کې د احتجاجونو لړۍ هم پیل شوې وه.

د احسان الدين پلار جهانزېب رسنیوته ويلي زوی يې د اسلام اباد نه کور ته په لار ؤ او د مردان په تخت بايي سيمه کې نامالومو کسانو په ډزو وژلی دی.

په قبایلي سیمو او خېبر پښتونخوا کې دا تازه پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي چې د جنورۍ په مياشت کې په کراچۍ کې د جنوبي وزيرستان د مکين سره تعلق لرونکی نقيب الله مسيد د پوليس په يوه جعلي مقابله کې وژل شوی او د هغه د وژنې پرضد ټول ملک کې احتجاجي مظاهرې شوې وې.

د دغو احتجاجي مظاهرو ترڅنګ په سوات او قبایلي سیمو کې د پوځي چيک پوسټو پرضد هم احتجاجي مظاهرې شوې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: