سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې د افغان کډوالودپاتې کېدو سباوروستۍ ورځ ده.

پاکستان کې د افغان کډوالودپاتې کېدو سباوروستۍ ورځ ده.

پاکستان چې دغه هېواد کې يې مېشتو شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوالو ته د جنورۍ میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې د اوسېدو اجازه ورکړې وه، سبا يې وروستۍ ورځ ده.

افغان چارواکي تر اوسه بریالي شوي نه دي چې دغه موده وغځوي. افغانستان له پاکستان څخه غوښتي چې دغه موده لږ تر لږه نورو شپږ میاشتو پورې وغځوي؛ خو پاکستان يې دغې غوښتنې ته هېڅ ځواب نه دی ورکړی.

اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکو ویلي وو چې دوی هېواد ته د بېرته ستنېدو له پاره په چمتووالي هم بوخت دي.

د پاکستان له اعلان وروسته افغان سفیر پېښور او نورو سیمو کې کډوال خپل هېواد ته د تګ له پاره وهڅول؛ خو کډوال بیا وايي چې دوی ته دې د روانې جګړې د پای ته رسېدو او سولې راتلو پورې پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړل شي.

ځینې کډوالو ویلي چې په دغومره لږه موده کې دوی خپل کاروبارونه نه شي لېږدولای.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې هم له پاکستان څخه کډوالو ته د نور وخت ورکولو غوښتنه کړې؛ خو له پاکستان يې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

پاکستان وايي چې کډوال يې ملي امنیت ته ګواښ دی او ترهګر په کې په اسانۍ نفوذ کوي. څو ورځې وړاندې چې د امریکا یوه ډرون برید دوه تنه وسله وال ووژل، پاکستان ادعا وکړه چې برید د کډوالو په یوه کمپ شوی دی؛ خو اسلام اباد کې د امریکا سفارت بیا د پاکستان ادعا رد کړه.

د پاکستان د پوځ مشر هم څو ورځې وړاندې وویل چې دوی په درناوي سره د کډوالو بېرته ستنېدل غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: