چهارشنبه , اپریل 21 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې د امريکايي ځواکونو د عملياتو وېره زياته شوې ده

پاکستان کې د امريکايي ځواکونو د عملياتو وېره زياته شوې ده

دپاکستان ددفاع وزیر ښاغلي خرم دستګیر ویلي امریکایي ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو د خوراور ذهن انسان دی ځکه نو دامریکا لخوا پاکستان کې دنیغ په نیغه د عملیاتو احتمال دنظره نه شي غورځول کیدی.
دغه خبرې هغه وروسته له هغې دبرتانیې خبري شبکې سره په مرکه کې کړي چې دنوي کال په لمړۍ ورځ دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ پخپل یو ټوئټ کې وویل پاکستان امریکا نه په فریب ۳۳ اربه ډالر اخستې خو ددې په بدل کې یې ورته یوازې دروغ او دهوکه ورکړې ده.
دټرمپ دغه څرګندونو پاکستان کې سخته بې قراري پیدا کړې ده اؤ دپاکستان ددفاع وزیر وایي چې اوس ددواړو هیوادونو اړیکې تقریباً ختمې شوي دي.
امریکايي او افغان چارواکي د ډیر وخت راهسې وايي چې د افغان طالبانو مشران او په خصوصي توګه حقاني ډله په پاکستان کې پناه ځایونه لري او اؤ دخپلو دغو پټو ځالو نه افغانستان کې ترهګري کوي.
کله چې له هغه څخه پوښتنه وشوه چې ایا امریکا پخپل سر پاکستان کې دحقاني ډلې ، کوم بل تنظیم یا شخص په ضد عملیات کولی شي نو هغه وویل “ډانلډ ټرمپ خور اور ذهن لري ځکه نو داسې کوم احتمال رد کیدلی نه شي.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *