یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې د اوګدې مودې وروسته پښتانه یو ځل بیا سره یو ځای شو

پاکستان کې د اوګدې مودې وروسته پښتانه یو ځل بیا سره یو ځای شو

په پاکستان کې یو ځوان ووژل شول خو بل راپاڅېد او د یوه غورځنګ مشرۍ ته یې اوږه ورکړه، دا د امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د یوه مطلب سرلیک دی چې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه یي خپور کړی.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي د دې غورځنګ ځانګړتیا په دې کې ده چې د لومړي ځل لپاره د پاکستان پښتانه د یوه مشترک هدف لپاره یوه خوله شوي.

ورځپاڼه زیاتوي ډیر شمیر پښتانه له پاکستانه د هغو سیمو د بیرته ترلاسه کولو هیله لري چې یوه پیړۍ وړاندې برتانیا له افغانستانه جلا کړې وې.

رپوټ زیاتوي د منظور پښتون په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ پرمختګ په پاکستان کې دودیز پښتانه سیاستوال او سیاسي ډلې یې هم اندیښمن کړي، ځکه هغوی اوس په سیاسي ډګر کې یو بل سیاسي پیاوړی سیال پيدا کړی.

په دې مطلب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په وړاندې ننګونو ته کتنه شوې او زیاتوي چې امنیتي ارګانونو پر مخکښو پاکستاني رسنیو فشار راوړي چې د دغه غورځنګ په اړه مطالب خپاره نه کړي او د پښتون غورځنګ غونډو په اړه نږې هیڅ پاکستاني تلویزیوني چینل رپوټونه نه دي خپاره کړي.

په دې مطلب کې د هغه فشار یادونه هم شوې چې وايي حکومتي کارکوونکو ته ویل شوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ هیڅ غونډې ته دې نه ورځي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي ورته ویل شوي چې پاکستاني امنیتي ادارو پر دې هم بسنه نه ده کړې او د پښتون غورځنګ مخالف خوځښت یې هم رامنځته کړی چې پښتون غورځنګ خیانت بولي.

جاپان ټایمز

جاپان ټایمز د شمالي کوریا له خوا د اتومي ازمايښتونو بندولو ته اشاره کوي او دا ګام د دغه هیواد یو ډول تکتیک بولي چې کیدای شي موخه یې له امریکا او سویلي کوریا سره په اړیکو کې د رامنځته شوي کړکیچ کمول وي.

دغه راز شمالي کوریا هڅه کوي د خپل اتومي پروګرام په اړه د دغو هېوادونو اندیښنې ځواب کړي.

ورځپاڼه د شمالي کوریا د مشر هغې خبرې ته اشاره کوي چې وايي راتلونکی ګام اقتصادي پرمختګ دی.

جاپان ټایمز زیاتوي کیم جونګ اون په کور دننه خپل ځای تر لاسه کړی او اوس هڅه کوي نړیوال اعتبار هم خپل کړي.

دی اوس پر ځان باوري ښکاري چې د امریکا له ولسمشر سره په لیدلو کې به هغه ضمانتونه وړاندې کړي چې شونې ده د امریکا ولسمشر یې غوښتنه وکړي.

ډیلي ټلیګراف د افغانستان تېر زرین پير ته کتلې او لیکي چې څو لسیزې وړاندې افغانستان په نړۍ کې د سیلانیانو لپاره یو تر ټولو مهم او زړه پورې ځای و.

ورځپاڼه اوس پر افغانستان د جګړې سیوری خور دی خو یو وخت د افغانستان پلازمینه کابل د اسیا پاریس بلل کیده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *