یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / پاکستان کې د تیرو انتخاباتو پر ضد قبایلي سيمو کې مظاهرې روانې دې

پاکستان کې د تیرو انتخاباتو پر ضد قبایلي سيمو کې مظاهرې روانې دې

پېښور او شبقدر – په هنګو، کورمې اورکزو او مومندو کې هغو سیاستوالانو او ملاتړو یې د انتخاباتي کمېشن ضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی چې په ټاکنو کې یې ماته خوړلې.

په هنګو کې له ۳۳مې حلقې څخه د متحده مجلس عمل نوماند او د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي عتیق الرحمان د جولای پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د تحریک انصاف سیاستوالانو د بریا لپاره منظم کار شوی وو نو انتخابات له درغلیو ډک ول او نه یې مني.

په هنګو کې تر احتجاجونو وروسته انتخاباتي چارواکو د ۳۳مې حلقې ووټونه بیا شمارلي خو بیا هم د تحریک انصاف نوماند حاجي خیال زمان څوکۍ وګټله.

هلته په کورمه کې د تحریک انصاف نوماند حاجي سعید جمال او سلګونه پلویانو یې د جولای پر ۲۸مه د نتیجې ضد مظاهره وکړه.

له ۴۵مې حلقې څخه د متحده مجلس عمل نوماند حاجي منیر اورکزی د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې ده.

خو جمال وايي، هر نوماند حق لري چې د ووټ د ټولو مرکزونو نتیجه تر لاسه کړي چې ده ته یې نه ده ورکړې.

دی زیاتوي چې د ټګۍ ثبوتونه لري.

انتخاباتي چارواکي وايي، د ۴۵مې حلقې ووټونه د جولای پر ۳۰مه بیا شماري.

هلته په اورکزو کې د ۴۷مې حلقې ناکامه نوماندانو اتحاد کړی دی او تر احتجاج وروسته یې د درغلیو ضد یو غوښتنلیک دایر کړی.

هلته د تحریک انصاف نوماند جواد حسن د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې ده.

د متحده قبایل ګوند یوه مشر او نوماند ملک حبیب نور اورکزي ویلي، په حلقه کې د یوه ګوند د نوماند د بریا هڅې شوې دي او د ده ووټران له رایې ورکولو بې برخې شوي ول.

په عین وخت کې، په مومندو کې د عوامي نیشنل ګوند نوماند نثار مومند هم ویلي دي چې په ټاکنو کې د درغلیو ثبوتونه لري.

دی وايي، له نورو سیاستوالانو هم غوښتنه کوي او د ده پلویان دې هم د جولای پر ۳۰مه احتجاج وکړي.

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن له وینا سره سم، هغه ناکامه نوماندان چې د درغلۍ شک لري کولای شي چې انتخاباتي جرګګیو ته ورشي او د پلټنو غوښتنه وکړي.

ورسره د کمېشن سېکرټر بابر یعقوب د جولای پر ۲۵مه تر ټولټاکنو یوه ورځ وروسته خبري غونډې ته ویلي ول چې ټاکنې رڼې او منصفانه وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *