دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې د زرونو خلکو قاتل احسان الله احسان دISI سره مېلمه دی

پاکستان کې د زرونو خلکو قاتل احسان الله احسان دISI سره مېلمه دی

دپاکستان د کورنیو چارو ریاستي وزیر ښاغلي طلال چوهدري پارلیمان ته ویلي دي چې د طالبانو دپخواني ویاند احسان الله احسان د نه بخښلو پریکړه شوې ده اؤ دهغه په ضد به دقانون له مخې ګامونه اخستل کیږي

د ترهګرې ډلې جماعت الاحرار کمانډر اؤ دپاکستاني طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان دامهال دپاکستان دیوې استخباراتي شبکې په ولقه کې دی اؤ دغه شبکه دعوه کوي چې احسان الله احسان ورته ځان پخپله سپارلی دی.

په ۱۶م دسمبرکال۱۰۴۱م کې دپیښور ارمي پبلک سکول باندې شوي ترهګریز برید کې د ۱۴۴ ماشومانو اؤ د سکول دنورو مامورو د وژنې ترڅنګ د ګڼو بېګناه خلکو سرتېرو بریدونو کې د وژنې پړه احسان الله احسان پغاړه اخستې ده.

تیرکال دمئ په میاشت کې احسان الله احسان دپاکستان دیو شخصي ټیلي ویژن سره مرکه کړې وه چې دهغې نه وروسته دپاکستان په پوځ اؤ استخباراتي شبکو سختې نیوکې شوې وې چې د سوؤنو کسانو قاتل احسان الله احسان ته یې دیو دروند میلمه درجه ورکړې ده.

د پیښور ارمي پبلک سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو والدینو هم دپيښور ایالتي محکمې نه یو خواست کې غوښتنه کړې چې احسان الله احسان ته دې سزا ورکړل شي.

دپاکستان د کورنیو چارو ریاستي‌وزیر ښاغلي طلال چوهدري د قامي اسمبلۍ غونډې ته ویلي چې اړوند شبکو پریکړه کې چې احسان الله احسان به نه بخښل کیږي اؤ په ضد به یې دقانون له مخې کارروایي کیږي.

هغه وویل استخباراتي شبکه احسان الله احسان پټول نه غواړي ځکه یې دهغه ویډیو عام اولس ته ښوددلې ده

هغه دعوه وکړه چې دطالبانو دغه پخواني ویاند پخپله ځان استخباراتي شبکې ته سپارلی دی اؤ دهغه په اړوند زیات معلومات هم دغه شبکه لري.

ددې ترڅنګ دکورنیو چارو وزیر ښاغلي احسن اقبال پخپل لیکلي ځواب کې پارلیمان ته ویلي دي چې داحسان الله احسان دوسیه به د اړونده کمیټې د منظورۍ څخه وروسته پوځي محکمې ته لیږلی شي.

داحسان الله احسان په هکله په سوشل میډیا هم دټولنې دبیلابیلو څانګو سره تړاؤ لرونکي خلک خپل نظرونه وخت په وخت شریکوي خو زیاتره خلک تور لګوي چې احسان الله احسان د پاکستان استخباراتي شبکو سړی دی اؤ هغوئ‌ ځان سره په باعزته توګه کښینولی دی.

د پیښور د ارمي پبلک سکول په برید کې د وژل شوؤ ماشومانو والدینو دپیښور ایالتي محکمې نه تیرکال غوښتنه کړې وه چې پوځ باید ددې خبرې پابند کړي چې احسان الله احسان خوشې نکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: