جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې د لا وارثه کوچنیانو په سلګونه جسدونه موندل شوې دې

پاکستان کې د لا وارثه کوچنیانو په سلګونه جسدونه موندل شوې دې

د ځینو رسنیو له مخې تیر کال په پاکستان کې د سلګونه نویو زیږیدلو کوچنیانو جسدونه موندل شوي و، پاکستان کې د ماشومانو له منځه وړلو کلتور مخ په خپریدو دی.
برتانوي ورځپاڼه ډیلي میل د راپور له مخې، چې چارواکو ویلي، موږ ۳۴۵ کوچنیانو جسدونه چې ۹۹ سلنه یې انجونې وی کراچۍ ښار کې په ډیرانونو موندلي، مګر د ۲۰۱۷ کال راهیسې داسې پېښې په پاکستان ډیرې شوي دي.
د خیریه کړنو انسټیټوټ د نوی پیدا شوو کوچنیانو کې د یو کوچني په اړه وایي، نوې پیدا شوې ماشومه د مسجد په دروازه کې پرته وه او خلکو ارمونې بلله.
ورځپاڼه زیاتوي چې د انسټیټیوټ کارکوونکي په کراچۍ ښار کې د ۹۳ داسې پېښو سره چې ۷۰ یې تیر کال او ۲۳ سږ کال وی مخ شوي.
دسکاي نیوز عربي له مخې د کوچنیانو وژنه په پاکستان کې جرم ګڼل کیږي.
پاکستان پولیس وایي، داسې پېښې د ناپوهۍ او غریبۍ له امله کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: