شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان /  پاکستان کې د لوړ عمر انجونوتر څنګ د ماشومانو عزتونه او ژوند هم خوندې ندې

 پاکستان کې د لوړ عمر انجونوتر څنګ د ماشومانو عزتونه او ژوند هم خوندې ندې

په پاکستان کې په یوې ۷ کلنې ماشومې باندې جنسي تیری او بیا د هغې وژنې په ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرگون پارولې دی.

په پاکستان کې وروسته له هغې په ټولنیزو رسنیو کې خلکو سخته غوسه او خپگان څرگند کړ چې د قصور په ښار کې د یوې ٧ کلنې ماشومې مړی په خځلو کې وموندل شو.

٧ کلنه زینب د پنجشنبې په ورځ لادرکه شوې وه چې د سه شنبې په ورځ یې مړې په خځلو کې وموندل شو. پولیسو بیا وویل چې زینب د جنسي تشدد نه وروسته وژل شویده.

په ټولنیزو رسنیو کې د اعتراضونو نه وروسته خلک په قصور کې لارو کوڅو ته راو وتلل او د دغې وژل شوې ماشومې لپاره یې د عدالت غوښتنه وکړه.

پولیسو په مظاهره چیانو ډزې وکړې چې دوه تنه پکې ووژل شول او ځینې نور ټپیان شول.

یاده پېښه په داسي وخت کې منځته رازي چې په هېواد کې جنسې زورونه عوچ ته رسیدلې ده او دولت یی په وړاندي ناکامه پاتي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *