په پېښور کې مدني فعالانو او پښتونخوا ولسي تحریک په پنجاب پوهنتون کې د پولیسو لخوا د پښتنو او بلوڅ زده کوونکیو د نیولو په ضد احتجاجي مظاهره کې د مشال راډیو د دفتر تړلو غندنه وکړه.
احتجاجې مظاهري ته د وینا پرمهال د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سېد عالم مسود وویل په پنجاب کې د اسلامي جمعیت طلبا او بلوڅ کونسل د زدهکوونکیو ترمینځ تر نښتو او لانجو وروستو د پښتنو او بلوڅانو زده کوونکیو نیول د غندني وړ ده. ډاکټر سید عالم مسود زیاته کړه په اسلام اباد کې د مشال راډیو دفتر تړل د بیان د ازادۍ پرضد یو ګام دی او پکار ده د مشال راډیو د اسلام اباد کارکوونکیو ته دې بیرته د کار کولو اجازه ورکړل شي او حکومت دې د پښتنو د اواز د دباو ساتلو له تګلاري ډډه وکړي.
په دې احتجاجي مظاهره کې د وزیرستان ځوانانو ټولني ترڅنګ د قبایلي وکیلانو استازیو او د نورو مدني ټولنو غړیو هم ګډون وکړو. دوی په لاسونو کې لیکنې پورته کړې وې او پر هغه کښل شوي ول چې د مشال راډیو بندول د پښتنو د غلي کولو په معنا ده او دا د پښتنو د اواز بندولو یو سازش دی.
یاده دي وي چې په پنجاب پوهنتون کی پولیسو د جنورۍ په ۲۳مه نېټه تر یو سلو پورې پښتانه او بلوڅ زده کوونکي نیولي ول چې پر ضد یې نن د زیارت په ورځ په پېښور کې لاریون ترسره شو او له حکومته پکې غوښتنه وشوه چې د پښتنو او بلوڅانو له ځورولو دې ډډه وکړل شي او نیول شوي زده کوونکې دی زر ترزره راخوشې کړل شي.