پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې د پښتون غورځنګ په غونډو کې په رسنیو د دغه هېواد بنديز لګولی دی

پاکستان کې د پښتون غورځنګ په غونډو کې په رسنیو د دغه هېواد بنديز لګولی دی

د پاکستان حکومت په کوټه کې د پښتون غورځنګ د غونډې په مهال انترنیټ بند کړی و او رسنۍ یې منع کړې وې چې د دې سترې ولسي غونډې په اړه هیڅ خبر خپور نه کړي.

د پښتون تحفظ غورځنګ مشر منظور پښتین نړیوالو رسنیو ته وویل چې له ده څخه غوښتل شوي و چې په کوټه کې غونډه جوړه نه کړي.

له بلې خوا په جنوبي وزیرستان کې د اسلام اباد استازي له قومي مشرانو او سپینږیرو غوښتي چې د منظور پښتین په مشرۍ د غورځنګ مخه ونیسي.

په وزیرستان کې له پولیټیکل ایجنټ سره د قومي مشرانو غونډه

د جنوبي وزیرستان مرستیال پولیټیکل ایجنټ (سیاسي استازی) په واڼه کې د وزیرو د احمدزي قبیلې له شاوخوا ۸۰ مشرانو او ملکیانو سره په یوه غونډه کې له هغوی وغوښتل چې د پښتون تحفظ غورځنګ په مخنیوي کې رول ولوبوي.

د کوټې په پرونۍ /یکشنبه – مارچ ۱۱/ غونډه کې ډېر شمېر ښځو هم ګډون کړی وو.

ښاغلي پښتین وویل چې سختۍ او مشکلات د دوی د روحیې د مړاوي کېدو نه بلکې د لا زیاتې هڅونې سبب کېږي.

په کوټه کې د پښتون تحفظ غورځنګ غونډه

د کوټې غونډې ته د پښتون تحفظ غورځنګ مشر منظور پښتین وویل چې حکومت ته یوه میاشت ورکړل شوې موده په پوره کېدو ده او که حکومت د دوی غوښتنې عملي نه کړي، بیا به پرلت (احتجاجي پلتۍ) پیل کړي.

ده همداراز وویل چې بل پرلت به یې په پېښور کې وي.

ده او د غونډې برخوالو یو وار بیا د تقیب مسید د قاتل پولیس افسر د نیول کېدو او سزا ورکولو، د پښتنو په ټولو سیمو کې د پوستو د ختمولو، په کراچۍ او نورو سیمو کې د پښتنو د سر و مال د ساتنې د تضمین ورکولو غوښتنه وکړه.

د غونډې برخوالو په افغانستان کې د نه لاسوهنې او د ولسواک افغانستان د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.

په دې غونډه کې زرګونو پښتنو، هزاره ګانو او بلوڅانو او همداراز د وکیلانو او محصلانو په شمول د بېلابېلو ټولنو استازو ګډون کړی وو.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د هیڅ ګوند د غونډې مخه نه نیول کېږي، د پښتون تحفظ غورځنګ د غونډې د مخنیوي لپاره هلې ځلې او د هغې په اړه پر انترنیټ او رسنیو د پاکستان بندیز دا ثابتوي چې دا غورځنګ څومره ولسي او بریالی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *