چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې د یوۍ ښځۍ څخه میړه شرمګاه غوڅه کړی ده

پاکستان کې د یوۍ ښځۍ څخه میړه شرمګاه غوڅه کړی ده

د پاکستان په ډېره غازي خان سيمه کې يو خاوند د خپلې ښځې څخه شرمګاه په تېره چاړه پرې کړې ده.

د ډېره غازي خان مرستيال پوليټيکل جميل احمد رسنيو ته ويلي دي، چې د يادې مېرمنې د پلار په شکايت يې دوسيه کړې او ياده مېرمن اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

د يادې مېرمنې پلار پوليسو ته ويليي دي، چې د خپل ورور سره يو نږدې کلي ته روان و، کله چې د خپلې لور د کور مخې ته تېرېده، نو د کور څخه يې د چيغو غږونه واورېدل.

د يادې ښځې پلار وايي، کله چې مې چيغې واورېدې، نو د لور کور ته مې ورغلل، خو چې کور ته داخل شوم، نو راته مالومه شوه چې د لور چيغې مې دي او هغه له يوې کوټې څخه راروانې وي، چې له دننه څخه بنده وه.

د يادې مېرمنې پلار وايي، چې د زوم سره يې يو ملګرى بل هم په دې جرم کې شريک دى.

له پېښې وروسته ياده مېرمن ډېر ژر روغتون ته رسول شوې، چې اوس تر درملنې لاندې ده.

د ډېره غازي خان پوليس وايي، چې د يادې ښځې خاوند يې نيولى دى او اوس بندي دي. د پوليسو د وېنا ترمخه، خاوند يې له ښځې د سرو زرو والۍ غوښتې وې، خو هغې يې له ورکولو څخه انکار کړى و، نو خاوند يې له قهر ورغلى و او په خپله ښځه يې بريد کړى و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: