پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې له اسلام اباد څخه افغانستان ته د هغه امریکاي ډیپلوماټ د تیښتی مخه نیول شوی چې څو موده وړاندې یې په یوه ټرافیکي پیښه کې یوه ملکي وګړی وژلي و.
چارواکي زیاتوي، چې افغانستان ته د امریکا سفارت د دفاعي اتشه د جوزف حال د سفر مخه وړمه ورځ نیول شوې ده.
چارواکي ادعا کوي، چې ښاغلي حال غوښتل د C-130 امریکايي الوتکې په وسیله د اسلام اباد له نور خان هوایي ډګر څخه بګرام ته سفر وکړي.
په اسلام اباد کې د امریکا متحده ایالتونو سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پاکستاني چارواکي وایي، د ښاغلي حال د بې احتیاطي له امله تېره میاشت یوه موټر سایکل چلوونکی د ټرافیکي پیښې په ترڅ کې وژل شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان یوه محکمه د جمعې په ورځ د ښاغلي حال د ممنوع الخروجي په اړه خپل پرېکړه اعلان کړه چې پر مټ یې پاکستاني چارواکي نشي کولی د هغه نوم د ممنوع الخروج اعلان شویو کسانو په لیسټ کې شامل کړي.
د پاکستان دغه محکمه په دې اړه خپل پرېکړه وروسته له هغه اعلان کړه چې د وژل شوی کس پلار له محکمې نه غوښتی و چې حکومت دې دغه امریکایي ډیپلوماټ ممنوع الخروج اعلان کړي.