یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې د یو جماعت ګونبدي او منارې نړول شوې دې

پاکستان کې د یو جماعت ګونبدي او منارې نړول شوې دې

راپورونه ښيي چې په پاکستان کې د سني ملایانو په مشرۍ یوې ډلې پارېدلو خلکو په سیالکوټ کې په احمدیانو پورې اړوند د پخواني جومات ګونبدې او منارې نړولې دي. احمدي یا قادیاني مذهبي اقلیت د پاکستان په ډېری سني ټولنه کې له پرلپسې فشارونو سره مخ دي او د پاکستان د قانون له مخې دا ډله ځان ته مسلمانان نه شي ویلی او نه اسلامي نښې کارولی شي. د احمدي ډلې یو ویاند صلاح الدین ویلي، څو سوه کسانو په سیالکوټ کې ددې مذهبي اقلیت پر جومات د شپې له خوا برید کړی او د جومات ګونبدې او منارې یې نړولې دي. نوموړي ویلي چې دا یرغل د بریدګرو او ځایي حکومت تر منځ په جوړجاړي شوی دی خو د پنجاب ایالت پولیسو دا تورونه رد کړي دي. په دې پېښه کې د مرګ ژوبله راپور نه دی ورکړل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *